افغانستانمهم خبرونهنړۍ

امنيتي شورا به سبا دطالبانو ښځو ته بيا دمخونو پټولو په فرمان بحث کوي

 دملګرو ملتونو امنيتي شورا به دزيارت په ورځ دطالبانو له لوري  ښځو ته په ولسي ځايونو کې دمخونو پټولو په فرمان بحث کوي،څيړونکي وايي  دطالبانو دغه فرمان دهغوي دماضي  سختو تګلارو ته دستنيدو او په ښځو دلا سختو پنديزونو لګولو په معنا دي.

 دناروى دملګرو ملتونو دمشن له مخې ټاکل شوې ده دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډيبورا لاينز به 15 کسيزې امنيتي شورا ته په دې اړه حال احوال تير کړي، ناروى   د افغان جينکو او ښځو په بشري حقونو دزياتو شوو بنديزونو  دازالې لپاره  دبندې کوټې دغونډې خواست کړيدى.

 دطالبانو د١٩٩٦ء څخه ٢٠٠١ء پورې  دتيرې واکمنۍ په مهال ښځې په برقعو اچولو مجبوره کړى شوې وې، روزګارونه يې نه شول کولى، جينکۍ له ښوونځيو څخه منعې کړى شوې وې، خو تيرکال داګست په مياشت کې چې هغوي  واک ته ورسيدل نو دښځو دحقونو ددرناوي ژمنه يې کړې وه.

 خو دمارچ په مياشت کې طالبان دجينکو لپاره دثانوي ښوونځيو دپرانستو له ژمنې پشا شول  او وې ويل چې ښوونځي به تر هغې تړلي وي ترڅو چې هغوي دشريعت له مخې  دجينکو  زده کوونکو لپاره يو پلان جوړ نکړي.

دتيرخالي په روځ دطالبانو مشرهبة الله اخندزاده وويل  که چرې  ښځې له خپل کور څخه بهر مخ پټ نه کړي، دهغې پلار يا نزدې رشته به يا خو دبند له سزا سره مخ شي او يا به له حکومتي روزګار څخه ګوښه کړى شي.ش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button