افغانستانمهم خبرونهنړۍ

داسرايلي پوځ په ډزو دالجزيره زنانه خبرياله ووژل شوه

 دفلسطين دروغتيا وزارت او الجزيره ټي وي  نيټ ورک  له مخې  په مقبوضه لويديزه غاړه کې  ددغه نشرياتي ادارې ښځينه خبرياله  اسرايلي  ځواکونو په سر په ډزو دويشتلو دلارې وژلې ده.

دالجزيره له مخې شيرين ابو عاقله  په شهره جنين کې داسرايلي پوځ دکډوالو په کيمپونو دوهل شوو هپو  کوريج کولو.

 بل لوري ته دخلجي هيواد قطر  دبهرنيو چارو مرستيال وزير للواه الخاطر  دالجزيره دښځينه خبريالې داسرايلي پوځ په ډزو دوژل کيدو غندنه کړې ده.

 هغه ويلي دالجزيره   ښځينه خبرياله ابو عاقله په مخ په ډزو ويشتل شوې ده، هغې هاغه جيکټ هم اغوستى و چې پرې  صحافت ټکى ليک و.

الجزيره ټي وي او دفلسطين دروغتيا وزارت دشيرين ابو  عاقله دوژنې پخلى کړى چې هغه دالجزيره ټي وي دعربي  چينل  نامتو خبرياله وه.

 دفلسطين دروغتيا وزارت وينا ده  خبرياله داسرايلي پوځ په  ډزو لګيدلې وه، ددغه پېښې په ويډيو کې ليدل کيدى شي چې شيرين ابو عاقله دنيله رنګ جيکټ اغوستى و چې پرې په ډاګيز ډول پريس ليک و

 داوسنيو اوونيو په مهال اسرايل مقبوضه لويديزه غاړه کې دروزانه په اساس دهپو لړۍ پيل کړې ده.

 دنړيوالې خبري ادارې رويټرز له مخې داسرايلي پوځ وينا ده په شهر جنين کې  په پوځيانو سختې ډزې او دچاوديدونکو موادو دلارې بريد شوى و او هغوي ځوابي بريد کړى و.

 داسرايلي پوځ وينا ده دپېښې پلټنې روانې دي  او په دې امکان به هم غور وکړي چې  دغه خبرياله دفلسطيني وسله والو کسانو په ډزو هم لګيدلي وي.

داورين زيف په نوم  يو خبريال په ټويټر ليکلي“” چرته چې اسرايلي چارواکي دا دعوه کوي چې دالجزيره  خبرياله ابو عاقله دفلسطينيانو په ډزو لګيدلې، خبريال علي صمدي چې دهغې سره ؤ، سيمه يزې ميډيا ته يې ويلي  پوځ په هغې ډزې وکړې او دهغې سره نزدې کوم وسله وال فلسطيني نه ؤ.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button