پاکستانمعیشتمهم خبرونهنړۍ

ډالر دتاريخ ترټولو لوړې کچې 190 روپو ته ورسيدو

په پاکستان کې دروپۍ په قدر کې نور کمى هم راغلى او يو امريکايي ډالر 190 روپو ته رسيدلى دى.
دميډيا راپورونو له مخې په انټر بينک او پرانستي بازار کې دډالر په مقابله کې دپاکستاني روپۍ قدر نور هم راکم شويدى دکوم وروستو چې په انټر بينک کې ډالر د190 او په پرانستي بازار کې يې د191٫50 روپو کچه سر کړې ده.
په انټر بينک کې دروپۍ په مقابله کې دډالر په قدر کې د1٫34 روپو اضافه ريکارډ کړى شوې ده دکوم سره چې دډالر قدر 188 روپو څخه 190 روپو کچې ته راغلى دى.
دپېسو په سيمه ييز پرانستي بازار کې د2ؤ روپو داضافې سره دډالر داخستو نرخ 188٫50 روپو څخه 191ز50 روپو ته رسيدلى دى.
داقتصادي چارو پوهان پاکستاني روپۍ د ارزښت راپريوتو لويې سبب دهیواد دتازه اکاونټ خساره کې زیاتوالی ښایي اؤ وایي چې د ډالر د نرخ ختلو سره به درامداي شیان نور هم ګران شي چې له امله دپاکستان دننه دګرانۍ یو نوی بهیر رامخې ته کیدای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button