پاکستانمهم خبرونهنړۍ

دعمران خان تور:امريکا وايي دروغ پاکستان سره دهغوي اړيکې نه شي خرابولى

دامريکا دخارجه محکمې وياند نيډ پرايس ويلي امريکا به دپاکستان سره دخپلو دوه اړخيزه اړيکو په لاره کې پروپيګنډه، غلط معلومات، اوازې او دروغ راتللو ته پرې نږدي.
هغه دغه څرګندونې دشورو په ورځ ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال ددې پوښتنې په ځواب کې کړيدي چې دپاکستان پخوانى وزيراعظم عمران خان اوس هم دخپل حکومت دخاتمې تور په امريکا پورې کوي او امريکا مخالفه مهم يې دوامداره ساتلى نو ايا دهغه ددغه مهم به دپاکستان او امريکا په اړيکو کومه اغيزه کيږي او که نه؟
دنيډ پرايس وينا وه امريکا پاکستان سره خپلو اړيکو ته دقدر په سترګه ګوري
نيډپرايس دپاکستان دځوان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د خوړو دامنيت غونډه کې ګډون لپاره دورتګ په موقعه دهغه دامريکايي سيال انټوني بلنکن سره دليدنې په اړه وويل هغه اوس مهال ددغه دوه اړخيزه ليدنې په اړه جزيات نه لري خو ويل غواړي چې دسيکتر بلنکن او پاکستان دخارجه وزير وزير بلاول بوټو زرداري ترمينځ تيره اوونۍ خبرې شويدي.
هغه وويل بلنکن په افغانستان کې دثبات او دترهه ګرۍ دمخنيوي لپاره دامريکا و پاکستان عزم تکرار کړيدى، هغوي دمعاشي اړيکو په اړه خبرې کړي، ددې ترڅنګ تجارت، سرمايه کارۍ، ماحولياتو، انرژۍ، روغتيا او تعليم پشان په موضوعاتو هم خبرې شويدي.
دپاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان په اسلام اباد کې ديوې جلسې په مهال ولس ته يو ليک ښودلى و کوم چې هغه دلوستلو څخه پرته بيرته پخپل جيب کې ايښودى و او دعوه يې کړې وه چې دغه يو دامريکايي ګواښ ليک دى کوم چې هغه ته دامريکا څخه ترلاسه شويدى چې پکې دهغه دحکومت دختمولو دړکه شوې وه، هغه امريکايي ليک دپاکستان په خپلواکۍ بريد ګرځولى و.
ددغه ليک په اړه عمران خان ويلي وو يو امريکايي چارواکي دړکه کړې که دوزيراعظم په ضد دبې باورۍ تحريک ناکام شو نو پاکستان به دسختو نتيجو سره مخ شي او که کامياب شو نو پاکستان به بښلى شي.
هغه ويلي وو په مراسله کې دپاکستان پټ کوډ دى دکوم له امله چې هغه که غواړي هم نو دا د ولس سره نه شي شريکولى
له دې وروستو عمران خان ددغه ليک يادونه تقريباً پخپله هره سياسي جلسه،ويناوو او مطبوعاتي کانفرنسونو کې کوي او دنوي وزيراعظم شهبازشريف حکومت دامريکا له لوري جوړ شوى حکومت ګرځوي.
تيره شپه په جهلم کې هم يوې جلسې ته په وينا کې عمران خان خپل دغه تور بيا تکرار کړو او وې ويل دامريکا انډر سيکريټري ډونلډ لو په تکبر سره دپاکستان سفير رابللى او ورته يې ويلي وو که پاکستان عمران خان لرې نه کړو نو پاکستان به دمشکلاتو سره مخ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button