طالبان وايي ننګرهار کې ورته دداعش 63 جنګيالي تسليم شويدي
دافغانستان په ننګرهار ولايت کې دطالبانو داستخباراتو رياست ددغه ولايت په لسو ولسواليو کې دتندروه ډلې داعش دخراسان څانګې دلسګونو غړو هغوي ته دتسليميدو ادعا کړې ده.
طالبانو دداعش ددغو لسګونو جنګياليو دتسليميدو ادعا په داسې حال کې کړې ده چې له دې وړاندې دطالبانو دبهرنيو چارو وزير امير خان متقي چينايي ميډيا سره په خبرو کې دعوه کړې وه چې داعش ډله له مينځه وړل شوې ده اوطالبانو ادعا کړې وه چې دغه ډله نوره په افغانستان کې وجود نه لري.
دطالبانو د ننګرهار ولايت د استخباراتو ريس ډاکټر بشير په دې اړه ويلي دقامي مخورو دهڅو په پايله کې په لسو ولسوايو کې 63 دداعش وسله وال طالبانو ته تسليم شويدي او دداعش دغو وسله والو پخپلو تيرو کړنو پښيماني هم ښودلې ده.
په ډاګه دې چې په افغانستان کې دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو داعش ډله پرله پسې خپلې پښې مضبوطوي او په دې وروستيو کې دپلازمېنې کابل او مزار شريف په جومات کې دځانمرګي بريد دمسوليت منلو ترڅنګ دګڼو ترهه ګريزو بريدونو ذمه واري منلې ده چې دڅيړونکو په وينا ورسره دغه ډله دطالبانو دحکومت لپاره يو ستر امنيتي ګواښ جوړ شويدى.
د ډاکټر بشير وينا ده دداعش دغو تسليم شوو جنګياليو ته په مشروط ډول بښنه شوې او که په راتلونکې کې کومه سرغړونه وکړي نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
د طالبانو د استخباراتو د رياست له مخې په ننګرهار کې چې د داعش د فعاليت يو مهم مرکز ګڼل کيږي، واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې شاوخوا د داعش 600 غړي دې رياست ته تسليم شوي دي.