افغانستانمهم خبرونه

چارواکي وايي بغلان کې يوه ښځه او سړى په ډزو ويشتل شويدي

 دافغان چارواکو وينا ده چې دافغانستان  دبغلان ولايت مرکز پلخمري کې  نامعلومو وسله والو يوه ښځه او يو سړى په ډزو سره وژلي دي.

دافغانستان دپژواک خبري ادارې دراپور له مخې دبغلان  دامنيې قوماندانۍ وياند محمد ادريس شيرزاد  تايد کړې ده چې  دپلخمري په بندو دو سيمه کې يوه ښځه او يو سړى په ډزو وژل شويدي او زياته کړې يې ده دپېښې اصل علت نه دى  معلوم خو پوليسو يې پلټنې پيل کړيدي.

يو سيمه ييز تن دنوم نه څرګندولو په شرط  پژواک ته ويلي  دانجنير زمان نومې تن او ديوې ښځې جسدونه دانجنير زمان په کور کې موندل شويدي او زياته کړې يې ده دانجنير زمان دکورنۍ غړي بورکي ولسوالۍ ته تللي او چې واپس راغلل نو ددغه تن او ورسره ديوې ښځې مړي پرات وؤ.

دبغلان دعامې روغتيا رياست وياند عبدالله ملنګ  روغتون ته ديوې ښځې اؤ يو سړي دجسدونو او په ډزو دهغوي دوژل کيدو پخلى کړيدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button