افغانستانمهم خبرونهنړۍ

په کابل کې احتجاج کوونکې ميرمنې طالبانو ته: برقعه زمونږ حجاب نه دى

په افغانستان کې دطالبانو دمشر ملا هبة الله اخند له لوري زنانه ؤ ته دبرقعې اچولو او مخونو پټولو وروسته، ښځو دطالب مشر ددغه حکم په ضد په پلازمېنه کابل کې احتجاج کړى او ويلي يې دي برقعه دهغوي حجاب نه دى.
طالبانو په ضد احتجاج کوونکو ميرمنو له طالبانو غوښتنه کړې ده چې دبرقعې اغوستو او مخ پټولو په اړه پخپل فرمان بيا دسره نظر واچوي.
دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي دراپور له مخې دنهې په ورځ خواوشا يو ډرځن ښځو په کابل کې دطالبانو ددې فرمان په ضد احتجاج کړي چې هغوي دې په ولسي ځايونو کې مخونه او ټول بدن پټ کړي.
خو په کابل کې احتجاج کوونکو دغو زنانه ؤ مخونه دطالبانو دفرمان برعکس ښکاره وؤ.
احتجاج کوونکو ښځو په لاسونو کې پلى کارډونه پورته کړي وو چې پرې دافغانستان ښځې طالبانو برمته کړي،دافغانستان خلک ديوې مړۍ ډوډۍ محتاج،پريږده چې زه ساه واخلم،،برقعه زمونږ حجاب نه دى،،عدالت عدالت، مرګ په جهالت،عدالت عدالت مرګ په زندان،په ښځو زبردستي يوه ډرامه ده،جامې يوه بهانه ده،ښځې په اجاره مه اخلئ زه يوه ښځه يم او ځان ته محرم يم پشان نعرې پرې درج وې.
دبرقعې اغوستو په ضد دافغان ميرمنو دغه لاريون دکابل له انصاري څلور لارې څخه پيل شوى او په شهرنو کې دطالبانو دامر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت تر ودانۍ پورې وتلى.
داى ايف پي دراپور له مخې دلنډ جلوس وروستو دهغوي دتګ مخه طالب جنګيالو نيولې او دهغوي داحتجاج دکوريج کولو څخه يې دخبريالانو په مخه کې هم خنډونه راولاړ کړيدي.
دطالبانو دمشر اخندزاده دبرقعې اچولو هاغه فرمان چې پکې ښځو ته ويل شوي که چرې بهر يې کوم کار نه وي نو په کورونو کې دې پاتې شي، نړيواله غندنه يې راپارولې ده.
په کابل کې دلاريون په مهال سايره سما علييار نومې ښځې وويل “مونږ دانسانانو په توګه ژوند کول غواړو نه چې دهاغو څاروي په حېث چې دکور په يو ګوټ کې ساتل شوى وي”
دطالبانو مشر هبة الله اخندزاده طالبانو ته دا امر هم کړى چې هاغه حکومتي ښځينه کارکوونکې دې له دندې ګوښه کړي چې دبرقعې اچولو دفرمان اطاعت ونه کړي او هاغه نارينه کارکوونکي معطل کړي چې کورودانې او لوڼه يې دهغوي حکم نه مني.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button