مهم خبرونهنړۍ

سري لنکا:مظاهره چيانو دواکمن راجا پکشى کورنۍ او اسمبلۍ دغړو کورونه وسوځول

په سري لنکا کې قهرژنو مظاهره چيانو دحکومت پلوه کسانو سره له نښتو وروستو په دغه هيواد کې دواکمنې راجا پکشى کورنۍ او اسمبلۍ دګڼو غړو کورونه سوځولي دي.
په سري لنکا کې داقتصادي کړکيچ له امله دپيل شوي احتجاج وروستو ددغه هيواد وزيراعظم مهندرا راجا پکشى مستعفي شوى خو تيره ورځ دتشدد څخه ډکې پېښې مخې ته راغلي، دحکومت مخالفه احتجاج په مهال دپارلمان ديو غړي په ګډون پينځه کسان مړه او 200 نور ژوبل شوي هم دي، دحکومت لخوا په ټول هيواد کې لګيدلي ګرځ بنديز کې دشورو تر ورځې پراختيا راوستل شوې ترڅو حالات قابو کړى شي.
يو لوړپوړي امنيتي چارواکي نړيوالې خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي سحر مهال دعملياتو وروستو پخوانى وزيراعظم او دهغه کورنۍ پوځ په حفاظت سره راويستلې ده، ودانۍ ته خواوشا لس پيټرول بمونه غورځول شويدي.
دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي له مخې دسري لنکا وزيراعظم راجا پکشى وياند روهان ويليويټا ويلي ٧٦ کلن وزيراعظم خپله استعفا خپل کشر ورور او صدر ګوټاباياراجاپکشى ته ليږلې ده او دنوي ايتلافي حکومت لپاره يې يوه لاره ورکړې ده.
له دې وړاندې دسري لنکا حکومت په ټول هيواد کې دکرفيو پځايې کولو سره داحتجاج په مهال دلسګونو کسان ژوبل کيدو او روغتونونو ته په وړل کيدو پوځ ځايې پځايې کړى و، داحتجاج په مهال ډنډې لرونکو حکومت پلوه کسانو په مظاهره چيانو بريد کړى و.
په سري لنکا کې امريکايي سفير دپرامنه مظاهره چيانو په ضد دتشدد غندنه کړې وه او حکومت څخه يې دتاوتريخوالي لپاره راپارونکو دنيولو په ګډون دبشپړو پلټنو غوښتنه کړې وه.
ويل کيږي حکومت مخالفه مظاهره چيانو يواځې دوزيراعظم په استعفا ورکولو خوشحاله نه دي او هغه دمهندرا راجا پکشى دحکومتي ودانۍ دمحاصرې هڅه هم کړې، په دغه مهال مهندرا راجا پکشى پخپل کور کې موجود ؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button