پاکستانسیاستمهم خبرونه

حکومت دپنجاب ګورنر لرې کړو،دعمران خان دسترې محکمې څخه دنوټس غوښتنه

دپاکستان دصدر عارف علوي له لوري دپنجاب دګورنر عمر سرفراز چيمه دخپلې چوکۍ څخه دلرې کولو په مشوره دعمل کولو څخه دانکار وروستو وفاقي حکومت دشپې ناوخته عمر سرفراز چيمه دوزيراعظم په مشوره له خپلې چوکۍ څخه لرې کړيدى.
په عين حال کې دپنجاب ګورنر عمر سرفراز چيمه دې لړ کې جاري شوى حکومتي نوټيفيکيشن رد کړى او پخواني وزيراعظم عمران خان په دې دسترې محکمې څخه دنوټس اخستو غوښتنه کړې ده.
دکابينې ډويژن له لوري دګورنر عمر سرفراز چيمه دچوکۍ څخه دلرې کولو نوټيفيکيشن جاري کړى شويدى چې پکې ويل شويدي دنوي ګورنر ګمارنې پورې به دپنجاب اسمبلۍ سپيکر چوهدري پرويز الهي دموقتي ګورنر فرايض ترسره کوي، عمر سرفراز چيمه ته دګورنر په حېث ورکړى شوى امنيت بيرته اخستل شويدى او دګورنر دماڼۍ څخه بهر په ګڼ شمير کې پوليس ځايې پځايې کړى شويدى، که چرې اوس عمر سرفراز چيمه ګورنر هاوس ته ورشي نو دننه به نه پريښودل کيږي.
صدر عارف علوي دايين دارټيکل (3)101 په کارولو سره دپنجاب دګورنر دخپلې چوکۍ څخه دلرې کولو مشوره رد کړې وه، ددغه ارټيکل له مخې چې ګورنر دصدر په مرضۍ تر هاغه وخته پخپله چوکۍ پاتې کيدى شي ترڅو چې يې صدر لرې نه کړي.
له دې وړاندې دکورنيو چارو وزير رانا ثناالله دپنجاب ګورنر عمر سرفراز چيمه ته ويلي وو هغه دې په درناوي کور ته لاړ شي او صدر عارف علوي دې دا خبره باوري کړي چې په داسې کار کې برخه وانخلي کوم چې په راتلونکو ورځو کې دولسي غصې سبب جوړ شي.
هغه ويلي وو صدر دوزيراعظم په مشوره دعمل کولو پابند دى او دمشورې نه منل به له اساسي قانون څخه اوړيدل وي.
بل اړخ ته دپنجاب لرې کړى شوي ګورنر عمر سرفراز چيمه ويلي دي هغه دخپلې چوکۍ څخه دلرې کيدو “غيراييني” نوټيفيکيشن ردوي
عمر سرفراز چيمه په ټويټر ليکلي دې لړ کې اييني ماهرانو سره صلاح مشوره روانه ده او هغه به زر دراتلونکي دتګلارې اعلان وکړي
اخوا پخواني وزيراعظم او دتحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي د” ددرامد شوي ” حکومت له لوري دپاکستان ترټولو لويه صوبه پنجاب کې دسنګين نوعيت اييني کړکيچ پيدا کړى شويدى او دسترې محکمې څخه يې غوښتنه کړې ده چې په پنجاپ کې دې دايين او قانون دپرانستي توهين په سملاسي توګه نوټس واخلي.
عمران خان ويلي دي دپنجاب ګورنر دايين په تحفظ دټينګار له امله په ډيرې “شرمناکې” طريقې سره دلرې کولو هخه شوې ده.
عمران خان ويلي په پنجاب کې دايين په پرانستې توګه دماتولو په خاموشۍ سره تماشه کتلى شي، عمران خان ويلي بايد ستره محکمه دوضعيت نزاکت ته په کتلو سره معامله پخپله وګوري، هغه غوښتنه کړې ده چې په پنجاب کې دې د”ضمير فروشانو” معامله هم پرته له ځند څخه انجام ته ورسولى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button