افغانستانمهم خبرونهنړۍ

اميرخان متقي وايي افغانستان کې داقليتونو حقونه برابر دي

دافغانستان دبهرنيو چارو وزير اميرخان متقي په افغانستان کې په داسې حال کې داقليتونو دحقونو دبرابروالي خبره کوي چې په دې وروستيو کې دافغانستان دمزار شريف او پلازمينې کابل په ګډون په بيلا بيلو برخو کې دداعش ډلې له لوري دشيعه هزاره ورورولۍ په ضد ګڼ خونړي بريدونه ترسره شويدي.
په افغانستان دطالبانو دواکمنيدو وروستو دافغانستان څخه اخري يهودى وتلى او زياتره هندوان او سکهان دخپل تحفظ لپاره هند ته په تېښته مجبور شويدي، ددې ترڅنګ دزرګونو په شمير کې هاغه افغانان هم دطالبانو دغبرګون له ويرې له افغانستان څخه تښتيدلي چې دلويديزو حکومتونو او بهرنيو ادارو سره يې کار کړى و.
دافغانستان دبهرنيو چارو دوزارت وياند عبدالقهار بلخي وينا ده دطالبانو خارجه وزير په کابل کې دشيعه ديني عالمانو سره ديوې غونډې په مهال هغوي ته ويلي چې ددښمن لويې دسيسې دهغوي او اسلامي امارت دهڅو په نتيجه کې ناکامه شويدي.
په داسې حال کې چې دطالبانو حکومت دا مهال دسخت اقتصادي کړکيچ سره مخ دى او دنړيوالې ورورولۍ له لوري په هغوي وخت په وخت غږ کولى شي چې يوټولشموله حکومت دې جوړ کړي، دطالبانو خارجه وزير په دغه موقعه ويلي که ټولشموله حکومت دغني(ډاکټر اشرف غني) په شان حکومت وي نو هغوي خو له هيواده وتلي خو مامورين يې ټول شته او دعوه که چرې دغني حکومت ټولشموله و نو په دغه حساب بيا دهغوي حکومت ولې ټولشموله نه دى؟
په ډاګه دې وي چې تيرکال د اګست په مياشت کې دطالبانو په افغانستان دقبضې کولو وروستو درانسکور شوي اشرف غني په حکومت که دعبدالرشيد دوستم او ډاکټر عبدالله په ګډون ټولو خواو ته ځايې ورکړى شوى و او دهغه حکومت دافغانستان دخلکو يو نماينده او ټولشموله حکومت ګڼل کيدو خو طالبان چې حکومت يې د افغانستان دخلکو دووټ پځايې دطاقت او زور په اساس راغلى پکې دطالبانو پشان دنظر نه لرونکو نورو سياسي ډلو لپاره ځايې نشته او نه هم هغوي دنړۍ دعصري تقاضا سره سم دووټ دلارې دحکومت په بدلون باور لري.
دطالبانو دحکومت پريکړې په کومه قانون سازه اسمبلۍ کې دعصري دور دتقاضو سره سم دبحث مباحثو پځايې په کندهار کې دهغوي دتنها خوښي مشر ملا هبة الله داوامرو په اساس کيږي.
اميرخان متقي دعوه کړې ده چې هيڅوک دمذهب، سيمې او ژبې په اساس له دندو نه دي لرې کړى شوي.
دطالبانو خارجه وزير دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په دې وروستيو کې دطالبانو لخوا په اخستل شوو يو شمير سخت دريځو اقداماتو دنړيوالې ورورولۍ او بهرنيو حکومتونو له لوري نيوکې روانې دي.
طالبانو پخپل يو وروستي فرمان کې څو ورځې دمخه په ټول افغانستان کې دښځو لپاره دمخونو پټول او دبرقعې اچول لازمي ګرځولي او دړکه يې کړې که ښځې مخونه پټ نه کړي دهغوي نارينه رشته دار به دبند پشان دسزاګانو سره مخ شي.
همدغه راز طالبانو له محرم څخه پرته په ښځو داوږد سفر کولو بنديز لګولى، پارکونو ته په بيلا بيلو وختونو کې دښځو او سړو دورتللو وختونه مقرر کړي، ښځې يې له حکومتي روزګارونو څخه منعې کړي اوثانوي ښوونځيو ته يې دجينکو زده کوونکو په ورتګ هم بنديز لګولى.
اميرخان متقي ويلي دتيرو اتوو مياشتو راهسې زياتې دسيسې جوړې شوې چې ګنې اوس به دلته قتلونه کيږي خو نن په افغانستان کې ټول دورورولۍ ژوند کوي.
همدغه راز امير خان متقي ويلي دبهرنيو هيوادونو دسفر په مهال له هغوي پوښتنه کيږي چې حکومت يې داقليتونو په اړه څه دريځ لري او څه کوي، په کوم چې ددوي ځواب دا وي چې په افغانستان کې اقليت نشته داهل تشيع او اهل سنت حقونه يو برابر دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button