افغانستانمهم خبرونهنړۍ

ښځې دحجاب د وروستي فرمان اطاعت نه کوي،په طالبانو کې اختلافونه ژوريږي

دايسوسي ايټډ پريس دراپور له مخې آروزا په داسې حال کې غصه او ويريدلې وه چې هغې او يوې ملګرې يې داتوار په ورځ دکابل په ميکرويان ګاونډ کې په داسې حال کې سودسودا وکړه چې دطالبانو په ګزمه يې دنظر ساتلو لپاره سترګې غړولې ساتلې وې.
دحساب استاذه ويريدلې وه چې دهغې لويې شال، چې دهغې له سره کلک راتاو دى، دهغې لويې خړ کوټ به دهيواد دمذهبي طالبانو حکومت دوروستي فرمان سره سم وي که نه، ځکه که هر څو دهغې يواځې سترګې ښکاريدې، دهغې مخ ښکاريدو.
اروزا، چې غوښتل يې له پام راګرځولو څخه دبچ کيدو لپاره بايد يواځې په يو نوم وپيژندل شي، دټول بدن څخه راتاويدونکې هاغه برقعه نه وه اچولې چې طالبان ورته ترجيح ورکوي، هغوي دخالي په ورځ په ولسي ځايونو کې دګرځيدونکو ښځو لپاره يو نوى فرمان جاري کړى و چې پکې ويل شوي وو بايد يواځې دښځو سترګې وښکاري.
په دغه فرمان کې دطالبانو سخت دريځه مشر هبة الله اخندزاده تر دې ويلي وو چې بايد ښځې يواځې په هاغه صورت له کورونو اوځي چې ضرورت يې پېښ شي او ددې ترڅنګ پکې دهاغو ښځو دنارينه ؤ لپاره سزاګانې هم تجويز شوې وې چې ددغه ضابطه اخلاق څخه سرغړونه وکړي.
دا په افغانستان کې دښځو دحقونو لپاره يوه ستره ضربه وه، څوک چې تيرکال داګست په مياشت کې دامريکا او دنورو بهرنيو ځواکونو دخواوشا شل کلونو دجګړې وروستو دوتلو او دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو تر دوو لسيزو نسبتاً په ازادۍ کې اوسيدلې وې.
تنهاخوښى اخندزاده دطالبانو دروايتي مرکز جنوبي ښار قندهار څخه ډير کم بهر سفر کوي، هغه دخپلې ډلې په ١٩٩٠ء کې دتيرې واکمنۍ دسخت دريځۍ عناصر خوښوي، چې په دغه وخت کې په لويه پيمانه جينکۍ او ښځې ښوونځيو ، روزګار او په ولسي کچه دژوند کولو څخه منعې کړى شوې وې.
دطالبانو دباني مشر ملا محمد عمر پشان، اخندزاده هم داسلام دسخت ريځه تشريح د لرغوني قبايلي رواياتو سره يوځايې کوي، چې پکې اکثره دواړه مبهم ښکاري.
څيړونکي وايي اخندزاده کليوال روايتونه خپل کړي، چرته چې جينکۍ اکثره په بلوغت واده کولى شي او ډير کم له خپلو کورونو څخه بهر اوځي او دا يوه مذهبي تقاضا ګڼي.
طالبان په داسې حال کې په عمليت او سخت دريځو کې ويشل شوي چې دياغيتوب څخه دواکمنۍ ادارې ته دراستنيدو هڅه کوي، په عين حال کې دهغوي حکومت دترټولو خراب اقتصادي کړکيچ سره مخ پاتې شوى، دطالبانو له لوري په نړيواله کچه په رسميت دپيژندو او دلويديزو قامونو څخه دمرستو ترلاسه کولو هڅې دناکامۍ سره مخ شوي چې لويې علت يې دا دى هغوي يو د ولس نماينده حکومت نه دى جوړ کړى او دجينکو او ښځو حقونه يې رامحدود کړيدي.
تر دې مهاله عمليت خوښو او سخت دريځو په دغه غورځنګ کې له محاذارايۍ ډډه کړې ده.
خو په هغوي کې دمارچ په مياشت کې اختلافونه او ويش دښوونځي دنوي کال په موقعه هاغه مهال راپورته شول چې اخندزاده په وروستۍ شېبه پريکړه وکړه چې جينکو ته به دشپږم ټولګي له بشپړولو وروستو ښوونځيو ته دتللو اجازه نه وي، دښوونحي دکال دپيل کيدو څخه دمخه اوونيو کې ، لوړپوړو طالب چارواکو خبريالانو ته ويلي وو، ټولو جينکو ته به بيرته ښوونځي ته دستنيدو اجازه ورکولى شي، اخندزاده خپل نظر څرګند کړو چې غټو جينکو ته ښوونځيو ته دستنيدو اجازه ورکول داسلامي اصولو خلاف ورزي ده.
يو نامتو افغان چې دطالبانو دمشرتابه سره ويني او دهغوي دداخلي جګړو څخه خبر دى ويلي يې دي چې دکابينې يو لوړپوړي غړي داخندزاده په خيالاتو دمشرتابه په يوه اوسنۍ غونډه کې دغصې څرګندونه کړې ده،هغه درازدارۍ په شرط خبرې کړيدي.
توريک فرهادي چې يو پخوانى حکومتي صلاحکار دى، ويلي يې دي طالبانو په ولسي کچه بحث نه کولو ته ترجيح ورکړې، ځکه هغوي ويره لري چې داختلافاتو تصور دهغوي واکمنۍ ته زيان رسولى شي.
فرهادي ويلي ” په ګڼو معاملو مشرتابه متفق نه ښکاري خو هغوي ټول پوهيږي چې که چرې په دغه هر څه متفق پاتې نه شي نو هر څه خرابيدى شي” ” په دغه صورت کې هغوي ديوبل سره نښتې کولى شي”
په روانه مياشت کې دطاقتور حقاني نيټ ورک دمشر سراج الدين حقاني کشر ورور، انس حقاني په ختيځ خوست ولايت کې يو کانفرنس ته په وينا کې ويلي وو چې جينکۍ دتعليم حقدارې دي او هغوي به ډيرې زر ښوونځي ته ستنې شي، خو هغه دا نه وو ويلي چې کله، هغه دا هم ويلي وو چې ښځې دقام په جوړولو کې يو کردار لري.
هغه په دغه مهال ويلي وو” تاسو به ډير زر يو ښه خبر واورئ ، کوم چې هرڅوک خوشحاله کړي، دا ستونزه به په راتلونکو ورځو کې حل شي ”
دافغانستان په پلازمېنه کابل کې داتوار په ورځ ښځو روايتي قدامت پسند اسلامي حجاب اچولى کوم چې دسرلوپټه او يو اوږد کوټ شان وي، خو ځينو دطالبانو دمشر دفرمان سره سم خپل مخونه پټ کړي وؤ، کومو ښځو چې دسرڅخه پښو پورې دبدن پټونکې برقعه اغوستې وه، دهغوي شمير کم ؤ.
شبانه چې سپين دسرو بنګړي يې دخپل تور کوټ لاندې اچولي وؤ، وويل ” په افغانستان کې ښحې حجاب اچوي، زياتره پکې برقعه اچوي خو دا دحجاب خبره نه ده، دا دطالبانو دا خواهش دى چې ټولې ښځې غيبې کړي”
اروزا وويل ” طالب واکمنان غواړي افغانان دخپل وطن څخه په تېښتې کولو مجبور کړي” ، ” زه ولې دلته پاتې شمه که هغوي نه غوناړي مونږ زمونږ بشري حقونه راکړي ”
ګڼو ښځو خبرې کول بند کړي، هغوي ټولو وروستۍ پريکړه چيلنج کړې ده
پروين نومې يوې ښځې وويل ” مونږ په زندان کې ژوند کول نه غواړو”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button