افغانستانپاکستانقبائلمهم خبرونه

شمالي وزيرستان کې شپږ کسان تښتول شويدي،سرچينې

 دافغانستان پولې ته نزدې  دخېبرپښتونخوا ناقراره قبايلي سيمې شمالي وزيرستان دشوال سيمې څخه شپږ کسان بې درکه شويدي چې  ددغو ټولو بې درکه شوو کسانو تعلق  دتحصيل دته خيل سره تعلق لرونکي شيرني مداخيل قبيلې سره ښودل شويدى.

 سيمه ييزو حکومتي سرچينو وحدت نيوز ته  پخلى کړى چې  دتحصيل شوال علاقې څخه تيره ورځ شپږ کسان بې درکه شويدي چې انديښنه دغه کسان تښتول شويدي.

 په تښتول شوو کسانو کې  دشيرعالم ځوې بخت انار، دميربات خان ځوې ولي بات خان، دګلابات خان ځوې ذکانور، دشاه زار خان ځوې کمال خان، دمحمد مير ځوې  زکات خان او دنور احسن ځوې  اجمل نور شامل دي.

دسرچينو له مخې ددغو کسانو سره دوه ډمپر ګاډي هم ورک دي دکوم له امله چې انديښنه څرګندولى شي چې شايد هغوي تښتول شويدي.

بل اړخ ته سيمه ييزې انتظامي دتښتول شوو کسانو لټون پيل کړيدى خو تردې مهاله ددغو کسانو په اړه هيڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي.

په ډاګه دې وي چې په شمالي وزيرستان کې په دې وروستيو کې امنيتي وضعه پرله پسې خرابيږي

دايي ايس پي ار له مخې   داپريل په ٢٣مه نېټه هم  دشمالي وزيرستان په ديواګار سيمه کې  دپولې پورې غاړې څخه دترهه ګرو په يو بريد کې درې  پاکستاني پوځيان وژل شوي وؤ.

له دې وړاندې  هم داپريل په 14مه نېټه   په شمالي وزيرستان کې دترهه ګرو په دوو بريدونو کې 8 پوځيان وژل شوي وؤ.

 همدغه راز دمارچ په مايشت کې دشمالي وزيرستان په حسن خيل سيمه کې  ترهه ګرو سره په يوه نښته کې  څلور پوځيان وژل شوي وؤ.

 دافغان چارواکو وينا ده چې  دترهه ګرو دبريدونو سيوا کيدو وروستو تيره مياشت  داپريل په 16مه نېټه دپاکستان پوځي  هيلي کاپټرو  دافغانستان په خوست او کونړ ولايتونو کې هوايي بريدونه ترسره کړي وو چې پکې خواوشا ٤٥ کسان وژل شوي وؤ.

ددغو بريدونو وروستو په طالبانو په کابل کې دپاکستان سفير راغوښتى و خو پاکستان وروستو دافغان طالبانو څخه غوښتنه کړې وه چې  دپاکستان سره په تړلې پوله دې امنيتي انتظامات سخت کړي او دهاغو ترهه ګرو په ضد دې اقدامات وکړي چې دپولې  دې غاړه په بريدونو کې لاس لري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button