مهم خبرونهنړۍ

پوتين وايي لويديز دنه منلو وړ ګواښ څيلمه کړى و

دروسيې ولسمشر ولايمير پوتين دخپلو پولو چاپيره دناټو دپراختيا “بيخي دنه منلو وړ ګواښ” او په اوکراين دبريد علت ګرځولى دى.
دالجزيره له مخې دماسکو په په سور څلور لاري کې زرګونو راغونډو شوو پوځيانو ته په دوهمه نړيواله جګړه کې په نازي جرمني دسوويت يونين دفتحې په کليزه وينا کې هغه وويل چې روسيه په اوکراين کې دنازيزم په ضد جګړه دوامداره ساتي خو دا مهمه ده چې دنړيوالې جګړې دويرې دبيا نه رامينځته کيدو لپاره هر څه وشي
په ډاګه دې وي چې په دوهمه نړيواله جګړه کې خواوشا 27 ملينه روسان وژل شوي وو.
پوتين وويل په اوکراين کې مداخلت ضروري شوى و ځکه چې لويديز زمونږ په خاوره جارحيت ته چمتووالى نيولو چې پکې کرايميا هم شامل ده.
دروسيې ولسمشر وويل دختيځ اوکراين په ډونباس سيمه کې روسي پوځيان او رضاکار دخپل وطن لپاره جنګيږي.
هغه وويل چې” دهر پوځي او افسر مرګ زمونږ لپاره تکليف راکوونکى دى، رياست به ددې کورنيو دخيال ساتلو لپاره هر څه وکړي ”
بل لوري ته داوکراين ولسمشر زيلنسکي ويلي” نن مونږ په نازيزم دفتحې ورځ نمانځو، مونږ پخپلو هاغو مشرانو چې دنورو قامونو سره يې په ګډه دهيټلر ضد ايتلاف کې نازيزم ته ماتې ورکړې وه، وياړ کوؤ، او مونږ به چاته اجازه ورنکړو چې ددې فتحې الحاق وکړي، مونږ په هاغه وخت کې هم ګټه ترلاسه کړې وه، مونم به اوس هم ګټه ترلاسه کړو. ”
بلخوا داوکراين پراسيکيوټر جنرل ددفتر له مخې دروسيې په بريد کې تراوسه 226 اوکرايني ماشومان وژل شوي او 415 نور ژوبل شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button