مهم خبرونهنړۍ

مصر کې د11ؤ پوځيانو دوژلو ذمه واري داعش ومنله

په مصر کې داعش ډلې دهاغه بريد ذمه واري منلې چې پکې ددغه هيواد يوولس پوځيان وژل شوي وؤ.
دداعش عماض خبري اژانس په يو بيان کې ددغه بريد ذمه واري منلې، ددغه بيان دصداقت پخلى په ازادانه توګه نه شي کيدى خو لکه دتير پشا دغه بيان په ټيليګرام جاري کړى شويدى.
دمصر ختيځ لوري ته سينايي سيمه کې په سويز کينال کې داوبو راويستلو په يو مرکز دداعش وسله والو بريد کړى چې پکې پينځه نور عسکر ژوبل شوي هم وو.
دمصر صدر عبدالفتاح السيسي په فيسبوک ژمنه کړې چې دترهه ګرو دغه عمليات دترهه ګرۍ دجرړو ويستلو په اړه دهيواد او پوځ عزم ته ماتې ورنکړي.
ددې ترڅنګ مصري صدر دوسله والو پوځونو ديو لويې کونسل دغونډې مشري هم کړې ده چې پکې دبريد په نتيجو بحث شوى خو په دې اړه نور جزيات مخې ته نه دي راغلي.
واشنګټن هم په سينايي کې په مصري پوځ دترسره شوي ترهه ګريز بريدغندنه کړې ده.
دامريکا دخارجه محکمې وياند نيټ پرايس په يو بيان کې ويلي په سيمه کې دترهه ګرۍ په مخنيوي کې دامريکا متحده ايالات دمصر مضبوط انډيوال پاتې شويدى.
دمصري پوځ دوژل شوو عسکرو په بيلا بيلو جنازو کې دزرګونو په شمير کې خلکو ګډون کړيدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button