پاکستانسیاستمهم خبرونهنړۍ

دپوځ سياست ته دنه راښکلو غږ،دشهبازشريف دعمران خان په ضد داقدام کولو اعلان

په پاکستان کې دواکمن او مخالفو ګوندونو له لوري په سياسي بحثونو کې دپوځ دکردار ديادونې وروستو دپاکستان پوځ دهيواد په سياسي ګوندونو او څيړونکو غږ کړيدى چې پوځ دې له سياسي خبرو څخه لرې وساتلى شي.
دپوځ دمطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار څخه جاري شوي بيان کې ويل شويدي په اوسنيو ورځو کې په هيواد کې روانو سياسي خبرو کې دپاکستان دوسله والو پوځونو او ددې دمشرتابه دککړولو تندې او ارادي هڅې شويدي.
دپاک پوځ وياند ويلي دغه رقم مهم کې ځينې سياسي مشران، ځينې خبريالان او څيړونکي هم شامل دي چې په ولسي فورمونو، دټولنيزو تماسونو ويب پاڼو په ګډون په بيلا بيلو مواصلاتي پليټ فارمونو د ناتايده، له سپکاوي ډکو بيانونو او څرګندونو کولو په حال کې په نظر راحي کوم چې ډير زيانمن دي.
په عين حال کې دپاکستان وزيراعظم شهبازشريف دپي ټي ايي ګوند دمشر عمران خان وينا دپاکستان په ضد سازش ګرځولى او ويلي يې دي چې “په ايبټ اباد کې دپاکستان رياست، ايين او قامي ادارې چيلنج کړى شوې، قانوني اقدام به کوؤ”
په ټويټر خپل يو بيان کې شهبازشريف ويلي ” عمران نيازي سياست نه بلکې سازش کوي او دا سازش دپاکستان په ضد روان دى، ديو شخص په انا، تکبر او دروغو پاکستان نه شو قربانولى، وړومبى عمران نيازي دپاکستان دمعيشت ډوبولو سازش وکړو، اوس دخانه جنګۍ هڅه کوي”
دايي ايس پي ار له لوري دپوځ سياست ته دنه راښکلو دغه خواست په داسې حال کې شوى چې اوس اوس دپنجاب صوبې ګورنر عمر سرفراز چيمه په پنجاب کې دسياسي کړکيچ دهواري لپاره پوځ ته دمداخلت کولو خواست کړى و.
دپنجاب صوبې ګورنر دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه ته يو خط ليکلى و او په صوبه کې دروان سياسي ګړي دخاتمې لپاره يې دهغه څخه مرسته غوښتې وه.
هغه په يو ټويټ پيغام کې ليکلي وو که چرې دپوح سرلښکر ورته يو صوبيدار او يو څو پوځيان ورکړي نو دپنجاب وزيراعلي بهه ونيسي.
همدغه راز په يوه سياسي غونډه کې دواکمن ګوند مسلم ليګ ليګ(ن) مرستيالې مشرې مريم نواز ويلي وو پخوانى وزيراعظم عمران خان ځکه تر دريوو کلونو پخپله چوکۍ پاتې شو چې هغه سره ديو پخواني استخباراتي افسر ملاتړ ؤ او حکومت چې څنګه دهغه ملاتړ وبايللو نو په سملاسي توګه رانسکور شو
همدغه راز پخواني وزيراعظم عمران خان هم پخپلو اوسنيو ويناو کې څو ځله په پوځ نيوکې کړيدي.
داتوار په ورځ په ايبټ اباد کې يوې جلسې ته په وينا کې دپي ټي ايي مشر يوځل بيا دپوځ دغيرجانبداره پاتې کيدو په کردار وويل “يواځې څاروي بې پلوه وي”، عمران خان په څرګنده له دې امله دپوځ څخه مرور دى چې هغه کله دمخالفو ګوندونو له لوري په پارلمان کې دبې باورۍ دووټ دلارې دحکومت څخه لرې کړى شو نو پوځ دعمران خان دحکومت ملګرتيا ونه کړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button