افغانستانتعلیممهم خبرونه

يوناما دطالبانو ښځو ته د مخونو پټولو په پريکړه ژوره انديښنه وښوده

 په افغانستان کې دملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما دطالبانو له لوري ښځو ته په ولسي ځايونو کې دبرقعې اغوستو  په پريکړه ژوره  انديښنه څرګنده کړې ده.

ددې ترڅنګ دافغانستان دښځو په چارو کې دامريکا دبهرنيو چارو ځانګړې استازې رينا اميري هم دطالبانو پريکړه په ښځو او  جينکو دظلم ددوامداره ساتلو تګلارې ګرځولي دي.

تيره ورځ دطالبانو دامر بالمعروف او نهى عن المنکر وزارت دطالبانو دمشر ملا هبة الله له منظورۍ وروستو يو حکم کې دافغانستان ټولو ښځو ته امر کړى و چې له دې وروسته دې چادري(برقعه) واچوي او  که چرې ښځې دغسې ونه کړي نو دهغوي سړو رشته دارو ته به سزا ورکړي.

ديوناما له لوري جاري کړى شوي يو بيان کې  دطالبانو لخوا په ولسي ځايونو کې ښځو ته دمخونو پټولو،يواځې دضرورت په وخت کې له کورونو څخه  دوتلو او په سرغړونه دهغوي نارينه رشته دارو ته  دسزا ورکولو  په پريکړه ژوره انديښنه ښودلې ده او پکې ويل شوي دي يوناما ته چې کوم معلومات ترلاسه شوي نو دا يواځې کوم وړانديز نه بلکې باضابطه امر دى  په کوم چې به مل کيږي او پځايې کيږي به .

 ديوناما په بيان کې ويل شوي دي(دطالبانو) دغه پريکړه  دټولو افغانانو دبشري حقونو ددرناوي او تحفظ  په اړه  چې پکې دښځې او جينکو حقونه هم شامل دي، دطالبانو داستازو له لوري  دتيرې يوې لسيزې  په مهال  دبحثونو او مذاکراتو په مهال  نړيوالې ورورولۍ ته دورکړى شوو  ګڼو نړيوالو باورونو سره په تضاد کې ده، دغه باورونه په اګست ٢٠٢١م کې دطالبانو دقبضې وروستوتکرار شوي وو چې ښځو ته دروزګار، زده کړو او په ټولنه کې خپل حقونه ورکولى شي.

په بيان کې ويل شوي “نړيواله ټولنه دطالبانو له لوري  دنړۍ سره دمثبتو اړيکو ساتلو اشارو ته ليواله  پاتې شوې ده،شپږ اونۍ دمخه  دافغان جينکو لپاره دثانوي ښوونځيو  دځنډولو پريکړه  په نړيواله، سيمه ييز او مقامي کچه  په پراخه ډول غندل شوې،دطالبانو نننۍ پريکړه به دنړيوالې ټولنې سره تماس نور هم خراب کړي. ”

په بيان کې ويل شوي ” يوناما به  دطالبانو دچارواکو سره ددغه پريکړې په حېثيت دوضاحت لپاره دغونډو خواست وکړي  او ددې ترڅنګ يوناما  ددې داغيزو په اړه دنړيوالې ټولنې دخپلو غړو سره په صلاح مشورو کې بوخته ده”

په عين حال کې دافغانستان دښځو په چارو کې دامريکا دبهرنيو چارو ځانګړې استازې رينا اميري هم دطالبانو له لوري ښځو ته دمخونو پټولو دامر کولو وروستو پخپل يو ټويټ پيغام کې  ويلي ” داقتصادي کړکيچ او ټولشموله حکومت دضرورت دهواري لپاره ديو متبادل په توګه طالبانو په ښځو او جينکو دظلم کولو تګلارې دوامداره ساتلي دي، زه  ددې ظالمانه اقداماتو ودرولو، دجينکو دښوونځيو بيا پرانستو،دښځو کارونو ته دپريښودو او دهغوي  دژوند دبحالۍ  لپاره  دافغانانو  او نړيوالې ټولنې   په غږونو کې شامليږم”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button