دروسيې پوځ داوکراين په يو کلي کې په يو ښوونځي بريد کړى چې دکوم وروستو 60 کسان بې درکه دي او دسوځيدلي ښوونځي په ملبه کې يې دوژل کيدو انديښنه ښودل کيږي
داتوار په ورځ داوکراين دلوهانسک سيمې ګورنر يا والي سرهيدايي دروسيې دپوځ له لوري په ښوونځي دبم غورځولو وروستو ددوو کسانو دمړينې پخلى کړى،هغه ويلي له ملبې څخه 30 ولسي وګړي راويستل شويدي.
هغه وويل په بيلوهورويکا کلي کې په ښوونځي کې خواوشا 90 کسانو پنا اخستې وه او دخالي په ورځ له بريد وروستو يې وداني اور پخپله غيږه کې واخسته.
هيدايي په ټيليګرام ليکلي څلور ساعته وروستو اور مړ کړى شوي، ملبه صفا کړى شوې او له بده مرغه ددوو کسانو مړي موندل شويدي.
دهغه وينا وه “چې دملبې څخه ديرش کسان راويستل شوي، اووه پکې ژوبل شوي، احتمال دى چې شپيته کسان د ودانيو دملبې لاندې مړه شوي وي ”
اوکراين او لويديز دروسيې په پوځ دولسي وګړو دپه نښه کولو او جنګي جرايمو تورونه پورې کوي کوم چې ماسکو ردوي.
دروسيې له لوري داوکراين په ضد دلسو اوونيو په جګړه کې په زرګونو خلک وژل شوي، ګڼ ښارونه پکې ړنګ شوي او پينځه ملينه اوکرانيان يې له هيواد په تېښته مجبور کړيدي.