افغانستانتعلیممهم خبرونهنړۍ

ګوتيريس وايي طالبان دښځو او جينکو دحقونو په اړه ژمنې پوره کړي

 دطالبانو   ښځو ته په  ولسي ځايونو کې دمخونو پټولو په پريکړه  دملګرو ملتونو  عمومي منشي  انتونيو ګوتيريس غبرګون څرګند کړى او په طالبانو يې ټينګار کړى چې  دبشري حقونو دنړيوال قانون لاندې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.

 دملګرو ملتونو عمومي منشي  په ټويټي خپل پيغام کې ويلي ”  زه نن دطالبانو له لوري  ښځو ته په ولسي ځايونو کې دمخونو پټولو  او دکورونو څخه يواځې دضرورت په وخت کې دوتلو  په اعلان حيران شوى يم”

 دملګرو ملتونو عمومي منشي  ويلي ” زه يوځل بيا په طالبانو ټينګار کووم چې  دافغان ښځو او جينکو  سره خپلې ژمنې پوره کړي او دبشري حقونو دنړيوال قانون لاندې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي”

 دافغانستان په پلازمېنه کابل کې  دوړاندې څخه ښځې خپل سرونه پ لوپټو پټوي او ځينې پکې معتدلې لويديزې جامې اچوي

دکابل څخه بهر برقعه، چې   دطالبانو د١٩٩٠ء له لمړي رژيم کې  دښځو لپاره لازمي ګرځول شوې وه، په عامه توګه يې ښځې اچوي.

دطالبانو له لوري په دې وروستيو کې په ښځو  نور ګڼ بنديزونه هم  لګول شوي چې پکې دافغانستان په ټي وي چينلو دا غږ هم شويدى چې داسې ډرامې  دې نه ښايي چې پکې  ښځينه اداکارانې ښودل شوي وي.

تيرکال طالبانو په ښځو دا بنديز هم لګولى و چې   دلنډ سفر څخه  پرته که هغوي اوږد سفر کول غواړي نو ددې لپاره به ورسره دخپل کور دمحرم ضرورت هم وي.

دطالبانو دامر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت دګاډو په مالکانو غږ کړى و چې يواځې هاغه ښځې دې په ګاډو کې کښينوي چې حجاب لري.

طالبانو جينکۍ هم ثانوي ښوونځيو ته له ليږلو څخه منعې کړي او ددې ترڅنګ ښځو ته دکار کولو اجازه هم نه ورکوي.

طالبان دغه بنديزونه خدايي اوامر ګڼي او وايي ددې عملي کول دټولو فرض دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button