افغانستانمهم خبرونهنړۍ

ملا هبة الله اخندښځو ته دبرقعې اچولو امر وکړو

دافغان طالبانو مشر ملا هبة الله  دافغانستان ټولو ښځو ته امر کړى چې  په ولسي ځايونو کې دې  خپل مخونه پټ  وساتي او  چادري يا برقعه دې واچوي.

 دطالبانو له لوري  تيرکال داګست په مياشت کې  واک ته له رسيدو وروستو دا په افغانستان کې  په ښځو دطالبانو دمشر له لوري ترټولو سخت  بنديز ګڼل کيږي، دافغانستان په ښځو دطالبانو له لوري په دې وروستيو کې  دلګول شوو بنديزونو او دهغوي دحقونو څخه په سرغړونه  دنړيوالې ورورولۍ له لوري سخت غبرګون مخې ته روان دى او په هغوي وخت په وخت غږ کولى شي چې  له سخت دريځو اقداماتو څخه دې ډډه وکړي.

دطالبانو دمر بالمعروف او نهي عن المنکر دوزارت يو وياند ديو مطبوعاتي کانفرنس  په مهال  دملا هبة الله اخندزاده فتوه اورولې او ويلي يې دي  که چرې کومه ښځه  دخپل کور څخه بهر مخ پټ نه کړي نو دهغې پلار او يا نزدې  نارينه خپلوان به  يا خو قيدي کولى شي او يا به له حکومتي دندې ګوښه کولى شي.

دغه وياند ويلي ترتولو غوره حجاب برقعه ده کومه چې دکال ١٩٩٦ء څخه ٢٠٠١ء پورې  په نړيواله کچه  دطالبانو دواکمنۍ يو سيمبول و، په افغانستان کې زياتره  ښځې په سرونو لوپټه اچوي  خو په ښاري سيمو او کابل کې زياتره خپل مخونه نه پټوي.

 دالجزيره دخبريال سره دخبرو په مهال  دافغانستان دپخواني پارلمان مرستيالې سپيکر  فوزيه کوفي ويلي  دطالبانو دغه حکمنامه يواځې ظلم او جبر ګرځول کيدى شي.

کوفي په افغانستان کې  ژور کيدونکي اقتصادي  ناورين ته په اشارې کولو  پوښتنه کړې چې  پوښتنه دا ده  په داسې حال کې چې افغان ولس له تکليف څخه تيريږي، ولې  يواځې دښځو معاملې ته ترجيح ورکولى شي

هغې ويلي  ترټولو لويې چيلنج چې ښځې ورسره هره ورځ مخ کيږي هغه  دروزګار کمى او اقتصادي ناورين دى.

دطالبانو دامر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په دې وروستيو کې په افغانستان کې په ښځو ګڼ بنديزونه لګولي، تيرکال ددسمبر په مياشت کې دغه وزارت، چې دافغانستان دښځو دچارو په وزارت بدل کړى شوى، له محرم څخه پرته يې په ښځو د72 کلو ميټرو څخه دزيات سفر نه کول بنديز هم لګولى و.

 دطالبانو دامر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو داوريدو وزارت  دحجاب په تړاو هاغه طرحه رسنيو ته جاري کړې چې  دطالب مشر له لوري تايد او تطبيق  شوې او امر يې شويدى.

دحجاب په دغه طرحه کې هر هاغه جامه چې دښځو بدن  يې پوشلى وي حجاب ګڼل شوى خو شرط پکې دا ايښودل شوي چې  دغه جامې به نه خو دومره تنګې وي چې دهغوي  دبدن نمايندګي او نه هم ترې دهغوي بدن ښکاره شي.

 په دغه طرحه کې چادري يا برقعه  دافغانانو غوره حجاب ګڼل شويدى.

 دطالبانو دحکومت له لوري به په لمړي پړاو کې  دترغيب لپاره   دميډيا او مليانو له لوري دحجاب امر، ارزښت، ګټو او دبې حجابۍ په زيانونو خبرې کيږي او ولس ته به په دې اړه اګاهي ورکولى شي.

همدغه راز به په دويم پړاو کې طالبان هاغه ښځې چې حجاب نه کوي په نښه کيږي او دهغوي  ولي يا مشر ته به خبردارى ورکړى کيږي.

دطالبانو وينا ده چې  دحجاب نه اچولو په تکرار به  دغه ولي اړونده رياست ته غوښتلى شي او په وروستي پړاو کې به  دسزا لپاره  محکمې ته وړاندې کولى شي.

 دطالبانو  له لوري چې کومه طرحه جاري کړى شوې په هغې کې ترټولو  دخطرې خبره دا ده چې دټولو ارګانونو هاغه ښځينه کارمندانې به له کارونو څخه ګوښه کولى شي چې حجاب ونه کاروي  او ددې ترڅنګ به دهغوي  دنارينه کارکوونکو دندې هم ځنډول کيږي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button