پاکستانمهم خبرونه

پېښور:خواجه سرا سره دملګرتيا نه په نه منعې کيدو يو تن په ډزو ژوبل

دپوليسو وينا ده چې دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې يو خواجه سرا دملګرتيا څخه په نه منعې کيدو يو تن په ډزو ويشتل شوى او ژوبل کړى شويدى.
دپوليسو وينا ده چې دګلبرګ تاڼې حدودو نوتهيه پاټک سره نزدې يو شمير وسله والو کسانو ديو خواجه سره دملګرتيا څخه په نه منعې کيدو ډزې کړيدي دکوم وروستو چې پوليسو په دې اړه درې ملزمان شاهد، عبدالباسط او کامران حسين نيولي دي.
درضاخان ځوې جانس نومې تن په ګلبرګ تاڼه کې په دې اړه درج کړى شوي راپور کې ويلي چې دهغه په ځوې قدير نامعلومو کسانو په ارادي ډول ډزې کړيدي چې له امله يې دهغه ځوې سخت ژوبل شويدى.
دپوليسو وينا ده چې نيول شوو ملزمانو دلمړو پلټنو په مهال منلې ده چې هغوي دغه تن له دې امله په ډزو ويشتلى او ژوبل کړى چې هغه ديو خواجه سرا سره دملګرتيا کولو څخه نه منعې کيدو.
په ډاګه دې وي چې له دې وړاندې هم دخېبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې په بيلا بيلو وختونو کې دخواجه سراؤ ترڅنګ فنکارانې او رقص کوونکې زنانه په ډزو ويشتل شوي او وژل شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button