پاکستانمهم خبرونه

دخېبرپښتونخوا په ګډون دپاکستان درې صوبې دخوړو دعدم تحفظ ښکار

په يو خپور شوي نړيوال راپور کې په ډاګه شوې ده چې دخوراک څښاک او تيلو لوړو نرخونو، اوچکالۍ، دڅاروو ناروغيو او دکورونا وايرس له امله دامدنۍ دپيدا کيدو دپراخه موقعو دبايللو له امله دپاکستان په دريوو صوبو خېبرپښتونخوا، بلوچستان او سندهـ کې دخوراک په لوړه کچه دخوړو عدم تحفظ رامخې ته شويدى.
دډان ورځپاڼې دراپور له مخې دملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې، حکومتي او غيردولتي ادارو سره په ګډه دخوړو دناورين مخنيوي لپاره کارکوونکي ايتلاف ” دخوړو دناورين لپاره نړيوال نيټ ورک” له لوري جاري کړى شوي دخوړو دناورين په اړه نړيوال راپور کې ويل شويدي په بلوچستان او سندهـ کې داوچکالۍ وضعيت او په خېبرپښتونخوا کې دپشکال ناکافي بارانونو فصلونو او څارويو په پيداوا کې کمى کړى او په قامي کچه په نرخونو کې داضافې سبب جوړ شويدي.
دراپور له مخې په خېبرپښتونخوا کې وضعيت زيات خراب دى ځکه دغه صوبه تر دې مهاله يوې لسيزې پورې ددوامداره پاتې شوې شخړې له اغيزو څخه بهر نه ده راوتلې.
په خېبرپښتونخوا کې دزياترو ضلعو انحصار په باران اډاڼه کوونکي کرکيلې دى خو تيرکال دناکافي پشکال بارانونو او وخت څخه وړاندې بارانونو له امله فصلونو او دڅارويو په پيداوار کې کمى رامينځته شويدى.
په پيداوار کې دکمي لويې سبب دباران کمى ښودل کيږي، خواوشا دريمه برخه کرونده ګرو کورنيو دپينځو کلونو داوسط په حساب سره دفصل په پيداوار کې دکمي خبر ورکړيدى.
بلوچستان کې چې په ٢٠٠٩م او ٢٠٢١م کې د٩و ضلعو تجزيه وکړى شوه نو دناورين دښکار کسانو شميره اکتوبر ٢٠٢١م څخه ٢٠٢٢م کې ١٤ لکو څخه ٩و لکو ته راکمه شوه.
په بلوچستان او سندهـ کې په ٢٠٢١م کې دمعتدلو څخه سخت داوچکالۍ حالات دفصلونو او څارويو په پيداوار کې دکمى علت جوړ شويدى.
په راپور کې ويل شويدي چې په سندهـ کې دناورين سره دمخ کسانو په شميره کې دکمي او په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې يې داضافې توقعو ده ځکه چې دخوراک او خشاک لوړې بيعې دکمې امدنۍ دکورنيو داخستو طاقت راکموي، بلوچستان او دسندهـ په باراني سيمو کې دغنمو دفصل پيداوار اوچکالي هم اغيزمنولى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button