پاکستانمهم خبرونهنړۍ

امريکا وايي دپولې په امنيت کې پاکستان سره په ګډه کار کول غواړي

امريکا وايي دپولې په امنيت کې پاکستان سره په ګډه کار کول غواړي

امريکا دترهه ګرۍ دمخنيوي او پولې دامنيت په څانګو کې پاکستان سره دکار ددوامداره ساتلو ژمنه کړې ده.
دډان ورځپاڼې دراپور له مخې دامريکا دخارجه محکمې وياند نيډ پرايس ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال ويلي واشنګټن اسلام اباد سره په ځينو څانګو کې مرسته دوامداره ساتل غواړي.
دهغه وينا وه ” مونږ خپلو دوه اړخيزه اړيکو ته دقدر په سترګه ګورو، مونږ په هاغو څانګو کې په ګډه کار دوامداره ساتل غواړو چرته چې زمونږ دپاکستاين انډيوالانو سره خپل مينځي ګټې دي، په دې کې دترهه ګرۍ مخنيوى هم شامل دى، په دې کې دهغوي سره دپولې امنيت هم شامل دى. ”
ورځپاڼې پخپل راپور کې ليکلي دافغانستان دوضعيت له امله په پاکستان کې په ترهه ګريزو بريدونو کې داضافې په اړه درايې څرګندولو په مهال نيډ پرايس تيره مياشت په کراچۍ پوهنتون کې شوي بريد ته اشاره وکړه چې پکې درې چينايي وګړي او يو پاکستانى وژل شوي وؤ.
دنيډ پرايس وينا وه ترهه ګريز بريد په هر ځايې کې دبشريت سپکاوى دى خو په پوهنتون او کوم مذهبي مقام ترهه ګريز بريد ترسره کول دانسانيت اصل توهين دى.
په ډاګه دې وي چې دپاکستاني چارواکو له مخې په دې وروستيو کې دپاکستان په سرحدي سيمو او ځانګړې توګه شمالي او جنوبي وزيرستان کې دپولې پورې غاړې څخه دپاکستاني طالبانو دناچله ډلې ټي ټي پي دجنګيالو په بريدونو کې اضافه راغلې ده.
تيره مياشت داپريل په ١٦مه نېټه دپاکستان پوځي الوتکو دافغانستان په خوست او کونړ ولايتونو کې وروستو له هغې بريدونه کړي چې دپاکستاني چارواکو له مخې په شمالي وزيرستان کې دپولې پورې غاړې څخه دټي ټي پي دترهه ګرو په يو بريد کې خواوشا ٧ پاکستاني پوځيان ووژل شول، دپاکستان په هوايي بريدونو کې له ٤٠ؤ زيات کسان وژل شوي وؤ.
ددغو بريدونو وروستو دافغان طالبانو له لوري پاکستان ته خبردارى ورکړى شوى و چې اينده به دغه رقم بريدونه نه زغمل کيږي او ددې ترڅنګ په کابل کې دپاکستان سفير هم احتجاجاً غوښتل شوى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button