افغانستانپاکستانمهم خبرونهنړۍ

دشهبازشريف په نړيوالې ورورولۍ دسيلاب ځپليو افغانانو دمرستې غږ

دشهبازشريف په نړيوالې ورورولۍ دسيلاب ځپليو افغانانو دمرستې غږ

دافغانستان په يو شمير ولايتونو کې دبارانونو او سيلابونو له امله داوښتې تباهۍ وروستو دپاکستان وزيراعظم شهبازشريف په نړيوالې ورورولۍ ټينګار کړيدى چې دوړاندې څخه دستونزو سره دمخ افغان ولس دقدرتي افت له امله په اوښتو زيانونو قابو موندلو کې دهغوي مرسته وکړي.
دپاکستان وزيراعظم دافغانستان ولس سره دسختو سيلابونو له کبله په مرګ ژوبله دغمرازۍ څرګندونه کړې او ويلي يې دي پاکستان دسيلاب حپلو دمرستې لپاره بيړنى سامان ليږي.
دوزيراعظم دماڼۍ څخه جاري کړى شوي بيان کې ويل شويدي ” مونږ په دې مشکله شېبه کې دافغان ولس سره يو او هغوي ته په هره ممکنه مرسته ورکوو”
شهبازشريف داسلامي همکاريو په ډله ( او ايي سي) ټينګار کړيدى چې دافغان هيومينيټيرين فنډ دلارې دځپليو افغان خلکو دمرستې لپاره خپلې هلې ځلې تُندې کړي.
شهبازشريف انديښنه څرګنده کړې ده چې سيلابونه په افغانستان کې دوړاندې څخه روان بشري واورين نور هم خرابولى شي.
شهبازشريف دې لوري ته هم اشاره کړې ده چې که چرې په وخت اقدامات ونه کړى شي نو په مرګ ژوبله کې اضافه کيدى شي.
دپاکستان وزيراعظم ويلي نړيواله ټولنه او په ځانګړې توګه ملګري ملتونه دې يو پروګرام پيل کړي ترڅو بې ځايه شوو خلکو ته خوراک، ددرملو مرستې او پناه ورکولو دلارې دافغان ولس مرسته وکړي.
په ډاګه دې وي چې دافغانستان دبادغيس، فارياب او بغلان په ګډون په 12و ولايتونو کې دسختو بارانونو او سيلابونو له امله 22 کسان مړه شوي او له 40و زيات نور ژوبل شويدي، ددې ترڅنګ په لويه پيمانه ولاړو فصلونو ته زيان رسيدلى او په سلګونو کورونه هم ړنګ شويدي.
دافغانستان خلک له وړاندې څخه دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو دسخت بشري ناورين سره مخ دي او ددغو سيلابونو له امله دجګړه ځپلو افغانانو په ستونزو کې نوره اضافه هم شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button