پاکستانمهم خبرونه

دخوشحالۍ په موقعه هوايي ډزې څومره لويې چيلنج دى؟

دخوشحالۍ په موقعه هوايي ډزې دپوليس ، حکومت او ټولنې لپاره يو لويې چيلنج جوړ شويدى کوم چې وخت په وخت دانسانانو ژوند اخلي، خلک پکې ژوبل کيږي او په زياترو موقعو دهغوي دتل عمري معذورۍ سبب هم جوړيږي.
په پېښور کې دروژې په اخري شپه چې کله داختر دمياشتې دليدو او اختر دنمانځلو اعلان وشو نو دا ځل هم دروايت له مخې خلکو له هوايي ډزو څخه ډډه ونکړه چې له امله يې دوه ماشومان په دغو ډزو ولګيدل او سخت ژوبل شول کوم چې روغتون ته ورسولى شول، په دغو دواړو ژوبل شوو ماشومانو کې دحيات اباد مشهود نومې ماشوم دزخمونو تاب رانه وړو او ساه يې ورکړه.
ددغه ماشوم عکسونه په ټولنيزه ميډيا په لويه پيمانه شريک کړى شول او په ټولنيزه ميډيا دهوايي ډزو دبد روايت غندنه هم روانه ده.
دخېبرپښتونخوا حکومت له لوري داختر په شپه ولس ته دهوايي ډزو څخه دډډې کولو خواست شوى و خو بيا هم دپېښور په بيلا بيلو سيمو کې داختر په شپه هوايي ډزې وشوې.
دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې دي نيوز ديو راپور له مخې دپوليسو يو چارواکي منلې ده چې مشهود نومې ماشوم په نيغ ډز لګيدلى او ساه يې ورکړې ده او بل ماشوم محمد په ريګي سيمه کې ددوو ډلو ترمينځ دډزو په تبادله کې ژوبل شويدى.
ددغه چارواکي وينا ده چې داختر په شپه دهوايي ډزو په جرم کې له پنځوسو څخه زيات کسان نيول شويدي او دهغوي څخه وسلې هم لاسته راوړل شويدي.
ددغه چارواکي وينا ده چې دغه کسان زندان ته ليږل شوي او دهوايي ډزو ددې عمل دحوصله شکنۍ لپاره دهغوي عکسونه ميډيا ته جاري کړى شويدي.
په راپور کې ويل شوي هوايي ډزې تقريباً هره اوونۍ په ودونو کې کيږي،دغه بدعمل دتيرو څو کلونو راهسې نور هم سيوا شوى او په ګڼ شمير کې خلک دوسلې په نمايش ليدل شوي کومو چې په ټولنه کې دټوپک کلچر ته وده ورکړې ده.
په راپور کې ويل شويدي چې دپوليس تاڼو عمله چې زياتره په غيرضروري توګه يواځې دلايسنس لرونکې وسلې په ضد ايف ايي ارونه درج کوي ترڅو خپلو مشرانو ته په دې اړه زيات کيسونه وښايي.
دهوايي ډزو دمخنيوي لپاره له دې وړاندې حکومت ته دسختې قانون سازۍ کولو مشوره ورکړى شوې ترڅو عدالتونه په دغه جرم کې ککړو کسانو ته سختې سزاګانې ورکړى شي خو اوس مهال ددې عمل لپاره کومه لويه سزا نشته چې دهوايي ډزو له لارې دخلکو ژوند اخستونکو او يا هغوي دتل عمري معذورۍ ښکارکوونکي ورسره مخ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button