افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دبرتانيې پخوانى پوځي مشر وايي برتانيه دافغانانو سره ژمنه نه پوره کوي

دبرتانيې پخوانى پوځي مشر وايي برتانيه دافغانانو سره ژمنه نه پوره کوي

هاغه امريکايي جنرال چې په افغانستان کې يې خدمات ترسره کړي وايي دبرتانيې حکومت  بايد په دې” ژوره شرمندګي احساس کړي”  چې  دناټو سره کارکوونکي افغانان يې په دغه هيواد کې پريښودل شول.

دبي بي سي دراپور له مخې جنرال سر جان ميکال ويلي  برتانيه  دطالبانو له لوري   برتانيې سره  دکار کولو وروستو دګواښ سره مخ افغانانو دمرستې ژمنه نه پوره کوي.

دبرتانوي پوځ دغه پخواني مشر ويلي  په سلګونو هاغه کسان چې برتانيې ته دراتللو وړتيا لري، اوس هم پټ دي.

په راپور کې دبرتانيې ددفاع دوزارت په اړه ويل شويدي چې 9000 افغانان او په هغوي  اډاڼه لرونکي  تر دې مهاله برطانيې ته وروړل شويدي.

دراپور له مخې  دبرتانيې هوم افس له دې وړاندې ويلي وو شل زره افغان وګړو ته به خوندي لاره ورکولى او په برتانيه کې به مېشته کولى شي.

 جنرال ميکال  ويلي هغه وزيراعظم بوريس جانسن ته نيغ په نيغه ويلي غواړي ” مونږ  ددې خلکو دخيال ساتلو ژمنه کړې،تا ژمنه کړې،ته دا نه پوره کوي، نو يو نظام پځايې کړه چې دا پوره کړي، دا يو ډير بد وضعيت دى”

 په کال ٢٠٠١ء کې امريکا او دهغوي ايتلافيانو په افغانستان کې دطالبانو دحکومت تخته اړولې وه، طالبان تر ٢٠و کلونو امريکا او دهغوي ايتلافيانو سره له جنګيدو وروستو تيرکال داګست په مياشت کې يوځل بيا په دغه هيواد کې واک ته ورسيدل، دانتقام له ويرې  دزرګونو په شمير کې افغانان دبې باورۍ په حالت کې له افغانستان څخه نورو هيوادونو ته تښتيدلي دي.

دطالبانو  په کابل دقبضې وروستو  دهاغو زرګونو افغانانو په اړه انديښنو سرراپورته کړو چې  دلويديزو حکومتونو، خيراتي ادارو او کمپنيو لپاره يې کار کړى و.

طالبانو واک ته له رسيدو وروستو دخپلو ټولو مخالفينو لپاره دعامې بښنې اعلان کړى خو دبشري حقونو ادارو  دطالبانو په حکومت کې  دپخواني افغان حکومت دسلګونو پوځيانو او چارواکو دبې درکۍ او وژل کيدوتورونه لګولي  کوم چې طالبانو رد کړيدي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button