افغانستانمهم خبرونهنړۍ

افغانستان کې بارانونو او سيلابونو22 کسان وژلي او سلګونه کورونه يې ړنګ کړيدي

افغانستان کې بارانونو او سيلابونو22 کسان وژلي او سلګونه کورونه يې ړنګ کړيدي

 دافغانستان په ګڼو ولايتونو کې  دشړق بارانونو او سيلابونو له 22  کسان وژلي، په سلګونو کورونه  يې ړنګ کړي او فصلونو ته يې زيان رسولى دى، دغه تباهي په داسې حال کې شوې ده چې افغانستان دا مهال دبشري ناورين سره مخ دى.

 دافغانستان دقدرتي افتونو دمخنيوي  په ملي اداره کې  دمواصلاتو او اطلاعاتو مشر حسيب الله شيخاني ويلي  په 12و ولايتونو کې  دسيلابونو او طوفانونو له امله 22 کسان مړه شوي او 40 نور ژوبل شويدي.

ددغو بارانونو او سيلابونو شدت دافغانستان په لويديزو بادغيس او فارياب او شمالي  ولايت بغلان کې زيات و.

شيخاني ويلي دبارانونو او سيلابونو له امله 500 کورونه ړنګ شوي،2000ؤ ته زيان رسيدلى،300 څاروي مړه شوي او  په 300  ايکړه ځمکه فصلونو ته زيان رسيدلى دى.

هغه ويلي دسور صليب نړيواله کميټه مرسته کوي  او چارواکي به  دمرستې لپاره  نورو نړيوالو ډلو ته هم لاس رسى ولري.

دسيلاب څخه په اغيزمنو شوو نورو ولايتونو کې قندهار، هلمند، هرات، بدخشان، تخار پروان، کندوز ميدان وردک او جوزجان شامل دي.

افغانستان په دې وروستيو کلونو کې داوچکالۍ دستونزې سره مخ پاتې شوى  کومه چې موسمي بدلون نوره هم سخته کړې او  دفصلونو دکم پيداوار له امله پکې  دخوراک دسخت کمي انديښنې دي.

 نړيواله ټولنه هڅه کوي بايد څنګه طالبانو ته دګټې رسولو پرته دافغانستان خواوشا 40 ملينه خلکو ته مرسته ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button