افغانستانسیاستمهم خبرونهنړۍ

افغانستان دسختې ولږې سره مخ هيوادونو کې شامل دى،ملګري ملتونه

 دملګرو ملتونو  دخوراک او کرنې  دادارې وينا ده افغانستان دنړۍ  له هاغو هيوادونو څخه يو دى  چې  دسختې ولږې سره مخ دي.

په هاغو 53 هيوادونو کې چې  دولږې  دستونزې سره مخ دي، پکې زيات اغيزمن افغانستان، کانګو، ايتهوپيا او يمن شامل دي. په افغانستان کې دلکونو په شمير کې خلک داقتصادي ناورين سره وروستو له هغې مخ شول چې طالبان تيرکال داګست په مياشت کې په دغه هيواد کې واک ته ورسيدل.

دراپور له مخې  په داسې حال کې چې  شخړې، موسمي بدلون او اقتصادي ناوريونو دانسانانو ژوند ژواک تباه کړى، تيرکال  دولږې سره دمخ خلکو شميره 193 ملينو ته رسيدلې ده.

 په داسې حال کې چې پوهانو په اوکراين کې دروسيې  دجګړې له امله دقحط رامينځته کيدو خبردارى ورکړى، دملګرو ملتونو ادارې ايف اى او پخپل کليز راپور کې ويلي  تيرکال يعنې په 2021م کې  خواوشا 40 ملينه خلک دخوراک دسخت کمي سره مخ شويدي.

طالبان تيرکال داګست په مياشت کې په افغانستان کې واک ته رسيدلي وؤ، دکوم وروستو چې دنړيوالو مرستندويه ادارو کارکوونکي دانتقامي اقداماتو له ويرې له افغانستان څخه تښتيدلي، دافغانانو سره زياتره نړيوالې مرستې ودريدلي او پکې دزرګونو په شمير کې  خلک بې روزګاره شويدي.

 په دې وروستيو کې دولږې سره مخ افغانانو سره دګاونډيو هيوادونو پاکستان او چين په ګډون ديو شمير هيوادونو له لوري مرستې شويدي  خو پوهان په دې نظر دي چې ترڅو دطالبانو  حکومت  دنړيوالې ورورولۍ له لوري په رسميت نه وي پيژندل شوى او دنړيوالې ورورولۍ له لوري دهغوي څخه بنديزونه نه وي پورته شوي دافغانانو ستونزې هواريدل مشکل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button