پاکستانمهم خبرونه

پاکستان کې دتندلارو په بريدونو کې 24 فيصده اضافه راغلې،راپور

پاکستان کې دتندلارو په بريدونو کې 24 فيصده اضافه راغلې،راپور

 په اسلام اباد کې  دموجودې شخړو او امنيت څارونکې  يوې ادارې  وينا ده  په پاکستان کې سږکال دمارچ دمياشتې په پرتله داپريل په مياشت کې دتندلارو په بريدونو کې 24 فيصده اضافه راغلې ده.

دډان ورځپاڼې دراپور له مخې  دشخړې او امنيت دمطالعو پاکستاني ادارې(PICSS ) له مخې  داپريل په مياشت کې په ټول هيواد کې  تندلارو 34 بريدونه ترسره کړيدي چې پکې  په مجموعي ډول 55 کسان وژل شوي چې پکې 34 عسکر،13 ولسي وګړي او 8 تندلاري شامل دي، همدغه راز25 کسان پکې ژوبل شوي هم دي چې پکې 11 عسکر او 14 ولسي وګړي شامل دي.

  دمارچ په مياشت کې په پاکستان کې تندلارو  په مجموعي ډول  26 بريدونه ترسره کړي وو چې پکې 115 کسان وژل شوي او 288 نور ژوبل شوي وؤ.

دادارې دشميرې له مخې  په پخوانۍ فاټا کې تندلارو 16 بريدونه ترسره کړيدي چې پکې 31 کسان وژل شوي، چې  په دغو کې 21 عسکر،7 تندلاري او درې ولسي وګړي شامل دي،په دغو بريدونو کې 10 کسان ژوبل شوي هم دي چې پکې شپږ عسکر او څلور ولسي وګړي شامل دي.

  په خېبرپښتونخوا کې تندلارو 10 بريدونه ترسره کړيدي چې پکې 17 کسان وژل شويدي چې له جملې څخه يې 12 عسکر او پينځه ولسي وګړي شامل دي، همدغه راز  شپږ کسان پکې ژوبل شوي هم دي  چې په دغو کې درې  ولسي وګړي او درې  عسکر  شامل دي.

 امنيتي ځواکونو په ټول پاکستان کې دتندلارو په ضد 22 عمليات ترسره کړي چې پکې 11مشکوک تندلاري  وژل شوي او 27 نور ژوبل شويدي، دغه کسان زياتره په پنجاب ايالت کې نيول شويدي، خو په پنجاب کې  داپريل په مياشت کې کوم  تندلارو کوم بريد نه دى ترسره کړى.

 په سندهـ صوبه کې  دتندلارو له لوري څلور بريدونه ترسره شويدي چې پکې  څلور ولسي وګړي او يو تندلارى وژل شويدى،په دغو بريدونو کې په کراچۍ پوهنتون کې  په چينايي وګړو ترسره شوى ځانمرګي بريد هم شامل دى.

په بلوچستان ايالت کې ترسره شوو بريدونو کې يو عسکر او يو ولسي وګړى وژل شوي  دڅلورو ولسي وګړو او يو عسکر په ګډون  پکې پينځه کسان ژوبل شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button