پاکستانسیاستمهم خبرونه

دپنجاب ګورنر دجنرال باجوه په ملاتړدصوبې دوزيراعلي دنيولو ارمان څرګند کړو

دپاکستان په پنجاب صوبه کې  دمخالفو ګوندونو تحريک انصاف او  مسلم ليګ(ن) ترمينځ سياسي اختلافات دې حد ته رسيدلي چې ددغه صوبې  ګورنر دپوځ په مرسته دوزيراعلي دنيولو ارمان څرګند کړيدى.

 دپنجاب ګورنر عمر سرفراز چيمه دزيارت په ورځ  دعوه کړې ده چې که چرې دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه هغه ته يو صوبيدار او څلور دپوځ ځوانان ورکړي نو هغه به  دصوبې نوى وزيراعلي حمزه شهباز ونيسي.

 عمر سرفراز چيمه پخپل يو ټويټ پيغام کې حمزه شهباز غيراييني، غيرقانوني او جعلساز وزيراعلي ګرځولى او ويلي يې ده هغه به په جيل کې واچوي.

 دپنجاب ګورنر ويلي په تيرو وختونو کې  خو سياسي ګوندونو تل د111 بريګيډ غوښتنه کړې ده” ما خو ويلي چې لږ ترلږه ماته يو صوبيدار او څلور پوځي ځوانان راکړئ”

 دپنجاب ګورنر ليکلي  داييني او قانوني کړکيچ  کار  پنجاب  دطاقت په زور يرغمال ونيولى شو او دلويو سياسي ګوندونو خاموشي ډيره تشويشناکه ده.

هغه ليکلي دي که چرې ټولو ته دوزيراعلي جوړيدو لپاره دحمزه شهباز فارموله دمنلو وړ ده نو بيا دې نورې صوبې خپل فکر وکړي، دغسې خو به بيا اواب علوي راتلونکى دسندهـ وزيراعلي وي.

 هغه ليکلي که همدغه رقم دطاقت په زور دايين او قانون څخه سرغړونې کوونکو ته تحفظ  ورکولى شي نو هاغه ورځ لرې نه ده چې دطاقت ناجايزه استعمال، جعلي نوټيفيکيشن او غيراييني عدالتي پريکړو په اساس به  څوک په کومه اييني چوکۍ هم قبضه وکړى شي.

په پنجاب صوبه کې دغه اييني  کړکيچ په 17  اپريل  دپنجاب ګورنر  وروستو له هغې  دحمزه شهباز څخه دپنجاب دوزيراعلي په توګه دسوګند اخستو څخه انکار وکړو چې هغه دپنجاب په  اسمبلۍ کې دګډوډي څخه ډکه يوه غونډه کې وزيراعلي منتخب شو، دپنجاب ګورنر ويلي وو داسمبلۍ دسيکتر راپور، دلاهور هايکورټ لارښوونې او حقايق  دپنجاب  دنوي وزيراعلي  دانتخاب په قانوني حېثيت اعتراضونه راولاړوي.

 دپنجاب دوزيراعلي دټاکنې په مهال دپي ټي ايي ګڼ دصوبايي اسمبلۍ غړي ژوبل شوي وو، دپنجاب اسمبلۍ  سپيکر  چوهدري پرويز الهي هم په دغه مهال ژوبل شوى و، څوک چې دپنجاب دوزيراعلي دچوکۍ لپاره ددوو څخه يو کانديد و.

 حمزه شهباز ته دپي ټي ايي د26و مرورو غړو په ګډون ١٩٧ دصوبايي اسمبلۍ غړو ووټونه ورکړي وو او پرويز الهي يو ووټ هم نه و ترلاسه کړى.

 وروستو حمزه شهباز دلاهورهايکورټ ته په ٢١م اپريل مراجعه کړې وه کوم چې صدر علوي ته  دګورنر په غيرموجودګۍ کې  دحمزه شهبازڅخه دسوګند اخستو لپاره  داستازي ټاکلو وينا کړې وه.

 خو دصدر له لوري  په عدالتي احکاماتو کې دځنډ څخه يوه ورځ وروستو په ٢٥م اپريل يوځل بيا  عدالت ته مراجعه وکړه، په دغه ځل  حمزه عدالت ته خواست وکړو چې  دسينيټ چيرمين صادق سنجراني ته دې امر وکړي چې له هغه څخه دپنجاب دوزيراعلي په توګه سوګند واخلي، دلاهورهايکورټ  مشر قاضي  دپنجاب ګورنر  عمر سرفراز چيمه ته امر وکړو چې له هغه څخه دې  تر 28م سوګند واخلي.

 کله چې صدر او دپنجاب ګورنر دواړو په عدالتي احکاماتو عمل ونه کړو، حمزه په دريم ځل  عدالت ته دمداخلت کولو  دخواست لپاره په ٢٩م اپريل بيا ورغلى.

 دعدالت په وينا دقامي اسمبلۍ سپيکر  راجا پرويز اشرف  باالاخره  دحمزه شهباز څخه په بله ورځ  دپنجاب دوزيراعلي په توګه سوګند واخستو.

 خو دحمزه شهباز دسوګند اخستو ددستورې څو ساعته دمخه  چيمه دپخواني  وزيراعلي عثمان بزدار استعفا رد کړې وه او دهغه کابينه يې بحال کړې وه، چې وروستو ددغه کابينې يوه غونډه هم رابلل شوې وه.

 په داسې حال کې چې دسوګند اخستو دستوره روانه وه ګورنر چيمه  په مشر قاضي غږ کړى و چې  په ګورنر هاوس کې دې ددې  نوتس واخلي، هغه ويلي وو ديو جعلي وزيراعلي دسوګند اخستو دستوره په غيراييني طريقه ترسره کيږي.

له دې وړاندې دتحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په قامي اسمبلۍ کې دځان په ضد تيره مياشت دبې باورۍ تحريک هم  يو نړيوال سازش ګرځولى و او هغه تور لګوي چې  موجوده وزيراعظم شهبازشريف دامريکا لخوا کښينول شوى چې هغه ورته  درامد شوى حکومت وايي خو امريکا دعمران خان دغه تورونه بې اساسه ګرځولي دي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button