پاکستانمهم خبرونه

عمران خان ولې اوس دکردار کشۍ ويره لري؟

عمران خان ولې اوس دکردار کشۍ ويره لري؟

 دپاکستان پخواني وزيراعظم او دتحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي  دهغه سياسي مخالفينو دداسې کمپنيو خدمات ترلاسه کړيدي چې دهغه دکردار کشۍ لپاره مواد تياروي.

 په هم نيوز اداکارې شان شاهد  په يوه شو کې  دخبرو په مهال عمران خان  وويل  شريف کورنۍ  له اختر وروستو  دهغه دکردار کشۍ لپاره  دمهم چلولو تيارۍ کړيدي.

  ما دډيرو مافياګانو مخه کړې، په دغو کې ترټولو لويه مافيا، شريف ماپيا ده، هغوي  تل په شخصي کچه   حمله کوي  ځکه چې هغوي  دتيرو 35 کلونو راهسې په بډو رشوتونو کې ککړ دي

 عمران خان دعوه وکړه چې کله چې څوک ددوي  بډې رشوتونه په ډاګه کوي نو دوي يې کردار کشي کوي.

 عمران خان ويلي 60 فيصده وفاقي کابينه په ضمانت ده، وزيراعظم شهبازشريف دهغه ځوې حمزه شهباز هم په ضمانت دى، مريم نواز هم په ضمانت ده او دنوازشريف په ضد فيصله اورول شوې ده، دنوازشريف  زامن دملک څخه بهر تښتيدلي دي.

عمران خان پوښتنه کړې چې دهغوي سره دځان ددفاع لپاره څه دي؟ دهغه وينا وه چې په جمهوريت کې به هغوي ته  دځان په ضد دلګول شوو تورونو ځواب ورکول وي.

عمران خان وويل که چرې ته په ضمانت يې نو ته په کوم جمهوريت کې نه شې راتللى او ته کومه چوکۍ نه شې اخستى

عمران خان وويل په ماضي کې دهغه  پخوانۍ  کورودانه جمايما ګولډ اسمتهـ په نښه کړى شوې، دهغې په ضد مهم چلول شوى او تور پرې پورې کړى شوى و چې  هغه د يهودي لابۍ  برخه ده.

عمران خان وويل دجمايما په ضد دانټک ټايلز دبرامداتو  کيسونه جوړ کړى شويدي.

  له دې وړاندې دعمران خان پي ټي ايي ګوند پخپل يو ټويټ پيغام کې دمسلم ليګ(ن) په مرستيالې مشرې مريم نواز دجعلي ويډيو ګانو جوړولو دتور لګولو په ترڅ کې ليکلي وو“” مريم نواز چې  دشهرت وجه يې جعلي رسيدونه، جعلي ټرسټ ډيډ او جعلي ليک دى، اوس اطلاعات دي چې هغې د DeepFake#  ټيکنالوجۍ دلارې  دګڼو مهمو سياسي شخصياتو جعلي ويډيوګانې جوړې کړي او دهغوي دکردار کشۍ منصوبه بندي يې کړې ده، خو دتل پشان  به داځل هم ذلت دهغې مقدر وي.

  دمسلم ليګ(ن) مرستيالې مشرې مريم نوازشريف  پخپل يو ټويټ پيغام کې دپي ټي ايي دتورونو  ځواب ورکړى و او دغه تورونه يې رد کړي وؤ.

مريم نواز ليکلي وو  ماته نه ده معلومه چې دا ډرامه تاسو ولې کوئ خو باوجود ددې چې عمران خان زه دوه ځله په جيل کې واچولم، دمرګ دسزا په چکۍ کې يې وساتلم، زه نه په کردار کشۍ باور ساتم او نه په ذاتي انتقام، دانسان ذاتي او شخصي ژوند دالله رب العزت او دهغه معامله ده، په مننې سره ما له دې ګند څخه لرې وساتئ  

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button