افغانستانمهم خبرونهنړۍ

افغانستان کې ښځې په ګاډو دطالبانو دبنديز څخه ناخوښه

افغانستان کې ښځې په ګاډو دطالبانو دبنديز څخه ناخوښه

 په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې  دښځو  له لوري  دموټرو چلولو مخه نيسي ، دافغانستان يو شمير ښځې  په عصري دور کې  دموټرو چلولو څخه دفاع کوي او په دې نظر دي چې دسړو موټرچلوونکو په ګاډو کې دکښيناستو په نسبت پخپل ګاډي کې سفر کول دښځو لپاره زيات خوندي وي.

 دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي ديو راپور له مخې  په هرات کې دګاډو چلولو دمحکمې  دچارواکو وينا ده چې  طالب مشرانو هغوي ته امر کړى بايد ښځو ته  دګاډو چلولو اجازتنامې يا لايسنس  جاري نه کړي.

 افغانستان يو ژور قدامت خوښى  هيواد دى او ښځې پکې دسړو په حصار کې دي، چرته چې  په لويو ښارونو او په ځانګړې توګه په شمال لويديز هرات ښار کې دښځو لپاره  دګاډو چلول  کومه معمولي خبره نه ګڼل کيږي.

 دهرات دګاډو چلولو  تربيې ترلاسه کوونکو ښوونځيو دڅارونکې ټريفک انتظام  چلونکې  ادارې مشر جان اغا اچکزي  ويلي ” مونږ ته په زباني توګه  ويل شوي چې بايد ښځينه موټرچلوونکو ته  لايسنسونه جاري کول بند کړو”

 په راپور کې ويل شوي  دتربيې  ديوې ادارې چلولو ښځو ته دګاډو چلولو دتربيې ورکوونکې  29 کلنې عديله عديل وينا ده  طالبان غواړي دا خبره باوري کړي چې  راتلونکي نسلونه هاغه موقعې ونه لري کومې چې دهغوي ميندو ته ترلاسه دي.

هغې ويلي مونږ ته ويل شوي چې دګاډو چلولو  زده کړې او دګاډو چلولو لايسنسونه جاري کول بند کړئ

 زياته موده دجګړې په ميدان کې پاتې شوي طالب واکمنانو تيرکال داګست په مياشت کې افغانستان نيولى، ژمنه يې کړې وه چې دهغوي واکمني به د1996 څخه د2000ء دهغوي دلمړۍ واکمنۍ په پرتله نرمه وي، په دغه موده کې هغوي دبشري حقونو سختې سرغړونې کړې وې.

 خو هغوي دا ځل هم  دښځو حقونه رامحدود کړي، په ځانګړې توګه يې  ښځې او جينکۍ  ثانوي ښوونځيو او په ګڼو حکومتي چوکو له کارونو کولو څخه منعې کړيدي.

راپور کې ويل شوي  دشمع وفا په نوم يوه ښځه چې دوړوکي اختر په موقعه  دخپلې کورنۍ لپاره دسوغاتونو اخستو په غارض  سيمه ييز مارکيټ ته ورغلې وه وويل ماته په شخصي توګه  دطالبانو(يوساتونکي) وويل   دکوم ټيکسي ډرايور سره يوځايې دکښيناستو پځايې دا زما لپاره اسانه ده چې زه پخپل ګاډي کې سفر وکړم

هغې وويل  دخاوند او يا ورور راتګ ته له انتظار کولو پرته زه پخپل ګاډي کې دخپلې کورنۍ ډاکټر ته بوتللو ته اړتيا لرم

 دولايتي اطلاعاتو او کلتور دمحکمې  مشري کوونکي نعيم الحق حقاني ويلي په دې اړه کوم باضابطه امر نه دى شوى.

طالبان زياتره په ملي کچه  دليکلو حکمنامو جاري کولو څخه ډډه  او ددې پځايې سيمه ييزو چارواکو ته  دخپل امر جاري کولو وينا بعضې وخت  په زباني ډول کوي.

 دکلونو راهسې ديو ګاډي چلوونکې فرشته يعقوب وينا ده  په کوم ګاډي دا نه دي ليکل شوي چې دا يواځې  په سړو پورې اړه لري

 حقيقت خو دا دى چې که چرې کومه ښځه پخپله  ګاډى چلوي نو دا دهغې لپاره زياته خوندي لاره ده.

26 کلنه زينب محسني چې اوس اوس يې  دګاډي چلولو داجازتنامې ترلاسه کولو لپاره خواست کړى، وايي  دسړو ګاډو چلوونکو په ټيکسيانو کې دکښيناستو پځايې  ښځې  پخپلو ګاډو کې سفر کول  زيات خوندي محسوسوي.

 دمحسني  په وينا دغه وروستۍ پريکړه دې لوري ته تازه اشاره ده چې نوى رژيم به ښځې له هاغو څو حقونو څخه هم منعې کړي چې هغوي ورڅخه اوس مهال برخمنې دي.

 هغې ويلي په قلاره قلاره طالبان  په ښځو بنديزونه سيوا کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button