مهم خبرونه

په افغانستان کې صحافت تر ګواښ لاندې دى،دبښنې نړيوال سازمان

په افغانستان کې صحافت تر ګواښ لاندې دى،دبښنې نړيوال سازمان

 دبخښنې نړيوال سازمان او ملګرو ملتونو  دافغانستان په رسنيو دسانسور دزياتوالي په اړه انديښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي  اوس مهال افغانستان کې  دخبريالۍ کار له ګواښ سره مخ  دى.

په عين حال کې دملګرو ملتونو بشري حقونو ځانګړي رپورټر   رچرډ بينيټ افغان خبريالانو سره يو والى څرګند کړى  چې په وينا  يې هغوي اوسمهال په سختو محدوديتونو کې کار ترسره کوي.

پخپل  يو ټويټ پيغام کې ده ليکلي  دمۍ دريمه په ټوله نړۍ کې  دخبريالۍ  دازادۍ نړيوله ورځ  په نړيواله کچه  دميډيا کارکوونکو ته  ددرناوي يوه شېبه ده چې پکې  په افغانستان کې  ميړنۍ ښځې او سړي هم شامل دي، څوک چې دتيارۍ لپاره  رڼا لري، بايد هغوي  خپل فرايض  په ازادانه توګه او پرته له خنډ څخه ترسره کړي.

همدغه راز دبښنې نړيوال سازمان يا ايمنسټي انټرنيشنل پخپله ټويټر پاڼه ليکلي  په افغانستان کې  له ويرې او ګواښ پرته دخبريالانو او خبريالانو  دملاتړ دبنسټونو فعاليت ته اړتيا ده.

 ايمنسټي انټرنيشنل ليکلي چې په افغانستان کې  صحافت  دمحاصرې لاندې دى، دميډيا سانسور په پورته کيدو دى.

دايمنسټي انټرنيشنل له مخې   په افغانستان کې په تيرو اتوو مياشتو کې  خواوشا 6400 خبريالانو درسنيو کارکوونکو خپل کارونه دلاسه ورکړيدي او په دې مهال 231 چاپي، انځوريزې او غږېزې رسنۍ تړل شويدي.

ايمنسټي انټرنيشنل پخپل ټويت پيغام کې ليکلي   يواځې چې دميډيا کارکوونکي  له ډاره پرته دخپل کار کولو جوګه وي، دافغان ولس خبرونه مخې ته راوړلى شي، بايد دهغوي  داظهار درايې دازادۍ حق ته اوليت ورکړى شي او خوندي کړى شي.

دغه سازمان ويلي  په افغانستان کې  صحافت تر ګواښ لاندې دى، په يوخت کې به  خبريالي  دخپلې ازادۍ لپاره پيژندل کيدل، ميډيا اوس دطالبانو لاندې ماتيږي، په افغانستان کې بايد فعاله ميډيا ته  دودې اجازه ورکړى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button