په داسې حال کې چې دخېبرپښتونخوا او بلوچستان په ځينو سيمو کې تيره ورځ د کوچني اختر لمړۍ ورځ نن نمانځل شوې نن په پاکستان کې وړوکى اختر په مذهبي جوش او جذبې سره نمانځل کيږي، داسلام اباد او کراچۍ په ګډون دپاکستان دلويو ښارونو په جوماتونو کې نن داختر لمونځونه ادا کړى شويدي، په دغه موقعه داختر داجتماعاتو دامنيت لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي وؤ.
دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي داختر په موقعه پخپل پيغام کې ولس ته داختر مبارکي ورکړې او دعا يې کړې ده چې الله پاک دې دا مبارکه ورځ دټولو پاکستانيانو او اسلامۍ نړلپاره دخوشحاليو او اسانيو سبب وګرځوي.
صدرعلوي پخپل پيغام کې ليکلي ” داختر حقيقي خوشحالۍ هله ترلاسه کيدى شي چې مونږ نور هم پخپلو خوشحاليو کې شامل کړو”
هغه ويلي “ دعا مې ده چې الله تعالي عبادت، دنفس ضبط، ايثار او قرباني زمونږ دشخصيت او کردار برخه جوړه کړي”
اخوا وزيراعظم شهباز شريف هم په اجتي امرا کې داختر دلمونځ ادا کولو وروستو ليګي کارکنانو او د ولس سره ليدلي او ورته يې داختر مبارکي ويلې ده
شهبازشريف ويلي “ پاکستان دا وخت په سختو معاشي خطرو کې راګير دى، لوډشيډنګ څخه قام ته دنجات ورکولو لپاره هڅې کوو“ هغه ويلي د ولس دتکليف په احساس کولو يې دپيټروليم مصنوعاتو نرخونه نه دي سيوا کړي او زياته کړې يې ده چې “ ولس به په راتلونکو ورځو کې په ملکي حالاتو کې ښه والى وويني“