مهم خبرونه

دبلخ ښوونځي دسلګونو ښوونکو او نصابي کتابونو دکمي سره مخ دي،چارواکي

دبلخ ښوونځي دسلګونو ښوونکو او نصابي کتابونو دکمي سره مخ دي،چارواکي

  دافغانستان  په بلخ ولايت کې  دتعليم دوزارت دچارواکو وينا ده چې  ددغه ولايت په ښوونځيو کې  دخواوشا 1500 پېشه ورو زده کوونکو او نصابي کتابونو کمى پېښ دى.

 دافغانستان دطلوع نيوزډاټ کام  دراپور له مخې  دتعليم دوزارت دشميرې له مخې له 500ؤ زرو څخه زيات  هلکان او جينکۍ  دټول بلخ ولايت په 600ؤ ښوونځيو کې زده کړې کوي.

 دتعليم دمحکمې  مشر عبدالجليل شهيدخيل  ويلي  مونږ د1500ؤ ښوونکو دکمي سره مخ يو،بايد ددې ازاله وکړى شي او حل کړى شي

 هغه ويلي دي چې  په بلخ ولايت کې سيمه ييزو چارواکو ددغو چيلنجونو دهواري  لپاره اقدامات کړي او دتعليم په نظام کې يې اصلاح راوستې.

 په راپور کې ويل شويدي چې په بلخ ولايت کې  ځينې سکولونه له ودانيو څخه پرته شتون لري او دښوونځيو په وړاندې دوهمه ستونزه  دنصابي کتابونو دکمي ده، دغه زده کوونکي اوس هم هيله لري  خپلې زده کړې به بشپړې کړي.

 دفرشتې په نوم  يوې زده کوونکې  ويلي  کله چې مونږ ټولګيو ته راشو نو دا زمونږ هيواد ښه کوي، سړي يواځې هاغه خلک نه دي چې  هيواد به جوړ کړي، ښځې هم  دهيواد په ښه کولو کې  دبرخې اخستو جوګه دي.

  تيرکال داګست په مياشت کې دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو دافغانستان په زياترو برخو کې جينکۍ  ښوونځيو ته نه پريښودل کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button