افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دپکتيا ديني عالمانو په طالبانو جينکو لپاره دښوونځيو خلاصولو غږ وکړو

دپکتيا ديني عالمانو په طالبانو جينکو لپاره دښوونځيو خلاصولو غږ وکړو

 دافغانستان په پکتيا ولايت کې  ديني عالمانو دشپږم ټولګي څخه پورته جينکو لپاره دښوونځيو دپرانستو  غوښتنه کړې ده.

  دجينکو دښوونځيو دپرانستو دغه غږ په داسې حال کې شويدى چې په افغانستان کې  دتيرو خواوشا 220و ورځو راهسې دجينکو سکولونه تړلي پراته دي.

 دطلوع نيوز له مخې  دپکتيا ديني عالمانو په يو بيان کې ويلي مونږ دپکتيا  ديني مشران، په اسلامي امارت غږ کوو چې  داسلامي ساخت سره سم  دجينکو دتعليم لپاره اسانۍ پيدا کړي، اسلام  دجينکو لپاره تعليم ته ژمن دى خو ديو اسلامي ساخت لاندې

بل اړخ ته په دغه راپور کې ويل شويدي چې  دطالبانو دتعليم وزارت ويلي  اسلامي امارت  دجينکو لپاره  دښوونځيو پرانستو يوحل ته  نزدې شويدى.

 دتعليم دوزارت وياند عزيز احمد ريان ويلي کله چې مونږ  دتعليم له وزير څخه پوښتنه  وکړه نو هغه راته وويل دغه معامله په نزدې راتلونکي کې يو غوره حل ته نزدې ده  او  جينکۍ به  ښوونځي ته ستنې شي

 دتعليم وزارت دعوه کوي چې اوس مهال په ټول هيواد کې 20 زره ښوونځي پرانستي دي.

طالبانو دمارچ په مياشت کې  دشپږم ټولګي څخه دپورته جينکو لپاره دښوونځيو پرانستو څخه څو ساعته وروسته  ددغو ښوونځيو دتړلو اعلان کړى و کوم چې  تر دې مهاله لا نه دي پرانستل شوي.

 دطالبانو مشر ملا هبة الله اخندزاده داختر په پيغام کې  په افغانستان کې  دزده کړو لپاره داسانيو پيدا کولو يادونه کړې وه خو په دې اړه يې څه نه وو ويلي چې دشپږم ټولګي څخه دپورته جينکو لپاره ښوونځي ولې تړل شوي او يا دا چې دغه ښوونځي به کله پرانستل شي؟

 دافغانستان دننه  دسياسي، مذهبي مشرانو ولس او دبهرنيو حکومتونو او  بيلا بيلو ادارو له لوري  دطالبانو څخه غوښتنه کيږي چې دشپږم ټولګي څخه پورته جينکو لپاره دې ښوونځي خلاص کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button