دافغانستان پژواک خبري ادارې پخپل يو راپور کې ويلي دطالبانو مشر شيخ هبة الله اخندزاده داتوار په ورځ په کندهار ښار کې دوړوکي اختر دلمونځ ديوې لويې اجتماع امامت کړيدى.
دطالبانو دحکومت ريس الوزرا ملا حسن اخند په يو ويډيو پيغام کې ټول افغان ولس ته داختر مبارکي ورکړې او دعوه يې کړې ده سږکال هغوي اختر په داسې حال کې نمانځي چې په ټول افغانستان کې امنيت او قراري ده.
نن په ټول افغانستان کې افغانستان په پرامنه توګه نمانځل شويدى خو دتيرو څو ورځو راهسې دپلازمېنې کابل، کندوز او بلخ په ګډون په بيلا بيلو برخو کې په لمونځ ګزارو ګڼې بمي چاودنې ترسره شوي چې پکې په لسګونو لمونځ ګزارو خپل ژوند دلاسه ورکړى او پکې ديو شمير چاودنو ذمه واري داعش منلې ده.
ملا حسن اخند وويل له دې وړاندې به ټول ملت داختر په مهال ددريووؤ څخه نيولې تر اوو ورځو داوربند تقاضا کوله او که چرې اوربند به وشو نو دا به دافغانستان دخلکو لپاره دخوشحالۍ ځايې وى.
ملا حسن وويل اوس هم بعضې ځايونه دې ملت ته مشکلات پيدا کوي،هغه وويل افغانستان په عفوه کې استثنا نه ده کړې، څوک چې تښتيدلي دي دهغوي خپل مشکل دځانه سره ؤ.
دهغه وينا وه “ امارت دوي ته عفه وکړه، که مال يې په غلا غبن او که په هر شکل ترلاسه کړى و، زمونږ مجاهدين په چا کار نه لري او که وې لري نو سزا ورکوو“
هغه له هيواده څخه وتلو افغانانو ته په اشارې وويل “”ته خوندي شوې، مال دې خوندي شو، سرايې دى خوندي شوه،جايداد دې خوندي دى،تجارت دې خوندي دى، نور مونږ تاسره څه وکړوو دا امارت څه وکړي ته ووايه“
ريس الوزرا وويل “ مونږ هيچا ته ضرر نه رسوو، مونږ نه غواړو چې دچا په امورو کې مداخله وکړو، که دنړۍ هيوادونه دي، که همسايه هيوادونه دي مونږ اطمينان ورکوو، مونږ په هاغه تعهد ولاړ يو، دا دمنافق خاصه ده چې وعده کوي، په وعده وفا نه کوي“
هغه وويل چې په دې اتوو مياشتو کې چې امارت راغلى، څوک د ا ثابتولى شي چې امارت په يو مملکت کې مداخله کړې ده، يا همسايه يا نور هيوادونه.
هغه دامريکا او نورو نړيوالو له لوري په طالبانو لګيدلو بنديزونو ته په اشارې کولو سره وويل هغوي وايي چې په لاس وهنه او مداخله نه کوي خو ايا هغوي پر دې ملک بنديزونه ونه لګول، دا مداخله نه ده؟ددې ملک يو جزوي شتمني چې هلته وه، هغه يې ضبط کړه، دا مداخله نه ده؟
بل اړخ ته دطالبانو دريس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر پخپل يو ويډيو پيغام کې دافغانستان خلکو ته دکوچني اختر مبارکي ويلې اوويلي يې دي په يو هيواد کې هم داسې وحشت او بربريت نه دى تير شوى لکه چې په افغانستان کې تير شو.
همدغه راز دافغانستان دملي دفاع وزير او دطالبانو دباني مشر ملا محمد عمر ځوې مولوي محمد يعقوب هم افغان ولس ته داختر مبارکي ورکړې او ويلي يې دي ترډيره حده پورې دهغوي ملي ځواکونه منظم شويدي.
هغه وويل په نزدې راتلونکي کې به يو داسې ملي اردو جوړوي چې دافغانستان دوګړو حفاظت وکړي او هيڅ يو دښمن چې که داخلي او که خارجي وي چې افغانستان بيا دمشکلاتو سره مخ کړي.
دهغه وينا وه اميد لري چې هوايي ځواک به يې دسيمې په سطحه يو سيال هوايي ځواک واوسيږي.