دسرچينو وينا ده دپاکستان دناقراره ايالت بلوچستان سرښار کوټه کې نامعلومو کسانو يوه زنانه او دهغې څلور بچي وژلي دي.
دسرچينو له مخې دکوټې جنوب لويديز اړخ ته 25 کلو ميټره لرې دکچلاک سيمې کلي پوټي ناصران کې نامعلومو کسانو ديوې تيرې آلې دلارې يوه ښځه او دهغې څلور بچي وژلي دي.
دپېښې وروستو سيمې ته پوليس او دامدادي ډلو غړي رسيدلي او مړي دکچلاک روغتون ته وړل شويدي خو تر دې مهاله ددغه زنانه او دهغې دبچو دوژلو کوم ډاګيز سبب نه دى په داګه شوى.
دپوليسو وينا ده چې دپېښې پلټنې يې پيل کړي او زنانه دکورنۍ سره په دې اړه دتماس نيولو هڅه کوي.
په ډاګه دې وي چې په بلوچستان کې په دې وروستيو کې دتشدد، بمي چاودنو او په امنيتي ځواکونو دبريدونو په پېښو کې تر ډيهر حده اضافه راغلې ده چې پکې دزياترو بريدونو ذمه واري بلوڅ بيلتون خوښو منلې ده.