پاکستانقبائلمهم خبرونه

د خواري کښو نړيواله ورځ په داسې حال نمانځل کيږي چې مزدور له کاره خلاص نه شو

د خواري کښو نړيواله ورځ په داسې حال نمانځل کيږي چې مزدور له کاره خلاص نه شو

 دپاکستان په ګډون ټوله نړۍ کې نن دخواري کښو نړيواله ورځ  په داسې حال کې نمانځل کيږي چې خواري کښ نن هم  دکمو اجرتونو اخستو دستونزې سره مخ دي او دحکومت نه غوښتنه لري چې  دهغوي سره دې  مرسته وکړي او دهغوي دبې اسرې او دحالاتو په رحم وکرم دپريښودو تګلاره دې پريږدي.

 دهرکال پشان سږکال هم  په ټوله نړۍ کې  دمئ  ورځ په جوش او جذبې سره نمانځل کيږي او دټولې نړۍ په ګوټ ګوټ کې  دجلسو، جلوسونو او ريليو ويستلو دلارې  دخواري کښو په حقونو رڼا اچول کيږي.

 دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور په ګډون په بيلا بيلو ضلعو کې ددې ورځې په مناسبت  غونډې او سيمينارونه راجوړولى شي چې پکې  له حکومت څخه   مزدورانو ته داسانيو پيدا کولو او دهغوي دحقونو دتحفظ لپاره  دقانون سازۍ په ګډون بيلا بيلې غوښتنې کولى شي.

 دخواري کښو دنړيوالې ورځې په مناسبت  دپېښور په چوک يادګار کې  روژه په خله دسړک په غاړه  دروزګار په انتظار  په ناستو خو خواري کښو کې ناست دګل محمد په نوم ٤٠ کلن خواري کښ وحدت نيوز سره په خبرو کې وويل ” مونږ خو دمزدور په دې ورځ هم دمزدورۍ نه خلاص نه شو، چې مزدوري نه کوو نو څه به کوو، کور ته به دبچو لپاره څه وړو”

هغه وويل   حکومت او دا نور غټ خلک خو زمونږ دحقونو تشې خبرې کوي خو زمونږ حقونه چرته دي، زمونږ خو څوک تپوس هم نه کوي، چې کار هم وکړو نو دومره پېسې راته ميلاؤ شي چې بس ماښام ماسخوتن پرې بچو له کور ته څه يوسو نو سبا راسره بيا څه نه وي

همدغه شان  دنبي ګل په نوم يو بل خواري کښ هم وحدت نيوز  سره په خبرو کې  دخپلو مشکلاتو يادونه وکړه او وې ويل   دمزدور يواځې په ورځ نمانځلو کار نه کيږي، که ورځ وهم نمانځل شي نو زمونږ حالت خو نه بدليږي، حکومت دې  زمونږ دپاره ددعوو پځايې په ايماندارۍ کار وکړي او زمونږ مدد دې وکړي   

په عين حال کې دخېبرپښتونخوا وزيراعلي محمودخان  دخواري کښو دنړيوالې ورځې په مناسبت پخپل پيغام کې  ويلي ” دمحنت کش طبقې دحقونو له تحفظ پرته دهيواد پرمختګ او خوشحالي ممکن نه ده “ وزيراعلي دعوه کړې ده چې دهغه حکومت دخواري کښې او محنت کشې طبقې  دښيګړې او دهغوي دحقونو دتحفظ باوري کولو لپاره کلک اقدامات کوي.

په ډاګه دې وي چې   دخواري کښو دغه نړيواله ورځ  په کال ١٨٨٦م کې په شکاګو کې  دخواري کښو له لوري   دکار په وخت کې دکمي او غوره حالاتو لپاره دپيل کړى شوي جدوجهد او قربانيو په ياد کې نمانځل کيږي.

 خواري کښ په دې ورځ  دخپلو حقونو دجدوجهد په مهال قربان شوو خپلو ملګرو ته  عقيدت او احترام وړاندې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button