اشرف غني کابل ته ستنېږي ، څېړونکي ورته په څه نظر ګوري؟
ټاکل شوې ده دافغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني د کوچني اختر نه وروسته دیو تفاهم په بنیاد بیا دمتحده عرب اماراتو څخه کابل ته ستنیږي اؤ دغلته به دطالبانو حکومت کې یو مهم رول ولوبوي.
دمتحده عرب اماراتو نه اشرف غني ته نزدې سرچینو وحدت نیوز ته منلې چې داشرف غني د واپسۍ دلاره زمینه سازي شوې ده اؤ ډاکټر غني دا مهال دمهمو افغان شخصیتونو سره په تماس کې دی.
دافغانستان دملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل هم کابل ته د ډاکټر اشرف غني دستنیدو دپلان پخلی کړی دی اؤ وایي کابل ته داشرف غني د ستنیدو لړ کې دهغه ورور حشمت غني احمد زي پاکستان کې دایي ایس ایي مشرانو سره لیدنه هم کړې ده اؤ دهغه ځانکړې پیغام یې ور سپارلی دی.
متحده عرب اماراتو کې ډاکټر اشرف غني ته نزدې باوري سرچینو وحدت ته ویلي چې افغانستان ته داشرف غني دستنیدو لپاره زمینه برابره شوې ده اؤ هغه به د کوچني اختر نه وروسته کابل ته ستون شي.
خو دپاکستان دپوځ پخوانی لوړپوړی افسر اؤ دافغان چارو کارپوهه بریګیډیر(ریټایرډ) محمود شاه وایي اشرف غني که افغانستان ته را وګرځېږي هم خو دافغانستان په امن کې څه کردار نه شي ادا کولی.
وتلی خبریال اؤ دافغان چارو ماهر ښاغلی مشتاق یوسفزی وایي دطالبانو په لیکو کې یوه ډله غواړي چې داشرف غني په څیر شخصیات باید هیواد ته راستانه شي اؤ یو رول ولري خو بله ډله بیا په حکومت کې دطالبانو نه بهر شخصیاتو ته دبرخې ورکولو سره مخالفه ده.
اشرف غني ته نزدې سرچینو وحدت ته ویلي ډاکټر اشرف غني دا مهال دافغانستان دننه مهمو سیاسي مشرانو پخواني ولسمشر حامد کرزي، دحزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ،پخواني اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله اؤ یو شمیر نورو مشرانو سره په تماس کې دی.
سرچینې وایي چې اشرف غني به دطالبانو په موجوده نظام کې یو مهم رول ولوبوي اؤ “اسلامي امارت به هم پیاوړی کړي”
د وحدت په دې ځانکړي رپورټ په ټولنیزو رسنیو هم تاوده بحثونه پیل شوي اؤ ځینو کړیو د وحدت دا رپورټ پروپیګنډه بللې ده خو د وحدت اداره پخپل رپورټ په کلکه ولاړه ده اؤ وایي داشرف غني کابل ته د راستنیدو په هکله اطلاعات سل په سله کره اؤ باوري دي.
دافغانستان دملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل هم دخالي په ورځ په ټویټر د وحدت د رپورټ پخلی کړی اؤ لیکلي یې دي چې د ډاکټر اشرف غني ورور حشمت غني احمدزي پاکستان کې دایي ایس ایي دمشرانو سره لیده کاته کړي اؤ داشرف غني د راستنیدو په اړوند یې وروسته خیالات تبادله کړي دي.
ښاغلي نبیل دعوه کړې ده چې په دې لیدنه کې حشمت غني احمدزي د ډاکټر اشرف غني یو ځانګړی پیغام هم دایي ایس ایي مشرانو ته سپارلی دی.