افغانستانمهم خبرونهنړۍ

کابل کې داختر په رانزدې کيدو بله بمي چاودنه،يوه زنانه ووژل شوه

کابل کې داختر په رانزدې کيدو بله بمي چاودنه،يوه زنانه ووژل شوه

 نړيوالې خبري ادارې رايټرز  دخالي په ورځ پخپل يو راپور کې دچارواکو له خلې  ويلي  دافغانستان په پلازمېنه کابل کې  دمسافرو په يو ګاډي کې   ديوې بمي چاودنې له امله لږ ترلږه يوه زنانه وژل شويده.

دا دافغانستان په پلازمېنه کې  په دوو ورځو کې دوهمه چاودنه وه، دغه چاودنه په داسې حال کې شوې ده چې دوړوکي اختر په موقعه هم په افغانستان کې  امنيتي انديښنې   په سيوا کيدو دي.

 دکابل  دکمانډر يو وياند خالد ځدراڼ رايټرز ته منلې  چې يوه زنانه وژل شوې او درې کسان نور ژوبل شويدي.

دمسافرو په ګاډي کې دچاودنې يو عيني شاهد نولس کلن علي ميصام وويل  هغه په دغه وخت  ديوې نزدې بيکرۍ سره انتظار کولو او دګڼو کسانو مړي يې وليدل.

  يوه ورځ دمخه هم   په کابل کې دجمعې دورځې  له لمونځ وروستو په يو جومات کې په يوه چاودنه کې له 50و څخه زيات لمونځ ګزار وژل شوي وؤ.

 ددغه وروستۍ چاودنې ذمه واري چا  نه ده منلې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button