مهم خبرونه

افغانستان کې داتوار په ورځ دوړوکي اختر اعلان

افغانستان کې داتوار په ورځ دوړوکي اختر اعلان

 په افغانستان کې دطالبانو حکومت دشوال دمياشتې په نظر دراتللو او  نن داتوار په ورځ  په ټول هيواد کې دوړوکي اختر اعلان کړيدى.

 دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت له مخې  دافغانستان دغزني، کندهار فراه او غور ولايتونو څخه  داختر دمياشتې ليدو  شهادتونه ترلاسه شويدي او وړوکى اختر به نن داتوار په ورځ نمانځل کيږي.

 دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد   نن داتوار په ورځ داختر اعلان کړى او ټولو افغنانو ته يې داختر مبارکي ورکړې ده.

 بل اړخ  دخېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان، باجوړ او مهمند ضلعو کې هم داختر دمياشتې په نظر دراتللو شهادتونه ترلاسه شوي او نن داتوار  دوړوکي اختر نمانځلو اعلانونه شويدي.

په ډاګه دې وي چې  په سعودي عرب او متحده عرب اماراتو کې  دشوال مياشت په نظر نه ده راغلې دکوم وروستو چې  دغلته دګل په ورځ دمئ په دوهمه  وړوکى اختر نمانځل کيږي.

دپاکستان په نورو برخو کې دوړوکي اختر دمياشتې ليدو لپاره به نن داتوار په ورځ دمياشتې ليدو کميټي کيني.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button