افغانستانمهم خبرونه

دکابل په جومات کې چاودنې له 50و زيات لمونځ ګزار وژلي

د افغانستان پلازمينې کابل په يو جومات کې د جمعې له لمونځ وروسته په يوه بمي چاودنه کې له 50و زيات لمونځ ګزار وژل شويده

 دنړيوالې خبري ادارې رايټرز له مخې د کورنيو چارودوزارت مرستيال وياندبسم الله حبيب ويلي دغه چاودنه دپلازمينې کابل لويديز لوري ته غرمه مهال دخليفه صاحب جومات کې ترسره شوېده

ويانددلسو کسانو د وژل کيدو پخلی کړی دی

چاودنه هاغه مهال وشوه چې لمونځګزار دجمعې له لمونځ وروسته د ذکر لپاره راټول شول

دجومات مشرسيدفضل آغاوويل يوتن چې هغوي فکر کولو ځانمرګی و په هغوي کې د هغوي په غونډه کې شامل شواو خپل بارود يې وچول

هغه رايټرزته وويل تور لوګي هرخوا پورته او خواره شول او زياته يې مړه په وژل شوو کې د هغه وراره هم شامل دۍ ، هغه وويل زه پخپله خو بچ شوم خو عزيزان مې وبايلل، يو تن چې دچاودنې په مهال په جومات کې و رايټرز ته يې وويل دلمونځ په مهال په ودانۍ کې درنه چاودنه وشوه،په چاودنه کې دهغه پښه او لاسونه وسوزيدل

په کابل کې د ايمرجنسي روغتون وينا ده هغوي دچاودنې د 20و ټپيانو علاج کوي،په يوبل روغتون کې يوې نرسې د نوم نه څرګندولو په شرط وويل دغلته ګڼ ژوبل کسان وروړل شويدي چې حالت يې تشويشناک دی.

داعش تيره اوونۍ په مزار شريف کې دشيعه ډلې په يو جومات کې دترسره شوې هاغه چاودنې ذمه واري هم منلې وه چې پکې لږ ترلږه ١٢ کسان وژل شوي او ګڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ.

همدغه راز تيره اوونۍ په کندوز کې هم په يو جومات کې دبمي چاودنې له امله لږ ترلږه 36 کسان وژل شوي وو.

همدغه راز تيره اوونۍ پلازمېنه کابل کې هم په شيعه ګانو دوه بمي چاودنې شوې وې چې پکې شپږ کسان وژل شوي وؤ.

شيعه هزاره افغانان دافغانستان دټولې ابادۍ د10ؤ څخه تر 20 فيصدو جوړيږي، داعش په شيعه ډلې او دصوفيانو پشان په اقليتونو په دې وروستيو کې ګڼ بريدونه ترسره کړيدي.

طالب چارواکي په دې خبره ټينګار کوي چې دهغوي ځواکونو افغانستان څخه دداعش ډله له مينځه وړې خو څيړونکي وايي چې دغه ډله اوس هم دافغانستان لپاره ستر امنيتي ګواښ دى.

دزيارت په ورځ دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نړيوالې خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي وو په افغانستان کې داوسنيو بريدونو په تړاو ګڼ کسان نيول شويدي.

هغه ويلي” دغه بريدونو کې هاغه ځايونه په هدف کړى شوي کوم چې کافي امنيت نه لري لکه جوماتونه او سکولونه خو اوس مونږ په دغه شان ځايونو کې امنيت سيوا کړيدى”

ددې چاودنې ذمه واري لا کومې ډلې نه ده منلې خو تيره ورځ په مزار شريف کې ددوو چاودنو ذمه واري داعش ډلې منلې ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button