دطالبانو مشر داختر دمبارکۍ پيغام کې دجينکو دښوونځيو دپرانستو په اړه خاموش پاتې شو
دطالبانو مشر داختر دمبارکۍ پيغام کې دجينکو دښوونځيو دپرانستو په اړه خاموش پاتې شو
دطالبانو مشر ملا هبة الله افغان ولس ته دوړوکي اختر دمبارکۍ په پيغام کې له نړۍ غوښتنه کړې چې دطالبانو حکومت په رسميت وپيژني.
ملا هبة الله داختر دمبارکۍ په يو لويې پيغام کې په افغانستان کې دتعليم لپاره دخپلې ډلې له لوري دګامونو اخستو او تر دې چې دنورو تعليمي ادارو دجوړولو دعوه کړې خو دا يې نه ده په ډاګه کړې چې طالبانو چې په افغانستان کې دجينکو کوم ثانوي ښوونځي تړلي هغه به کله پرانيزي؟
دطالبانو دمشر له لوري جارى کړى شوي بيان کې سيمه ييزو هيوادونو او نړيوالو سره دښو او مثبتو اړيکو لرلو خواهش هم څرګند کړى شويدى او ددې ترڅنګ ويل شويدي
” موږ اجازه نه ورکوو چې له افغانستان څخه هيڅ کوم بل هيواد ته تهديد متوجه شي، همدا ډول له نورو هيوادونو څخه هم غواړو چې زموږ سره ورته ښه، مثبت او په متقابل درناوي ولاړ تعامل ولري. ”
ملا هبة الله غوښتنه کړې ده چې ” زموږ هېواد افغانستان د نړۍ په سوله اوامن کې خپل رول لري، د همدې اړتيا په اساس بايد نړيوال د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپيژني، ترڅو خپلې ټولې ستونزې د دپلوماتيکو نورمونو او اصولو په چوکاټ کې په رسمي او مسئولانه توګه حل کړو”
دطالبانو دمشر په وينا ” د تعليم او زدکړو د لا پياوړتيا لپاره د افغانستان اسلامي امارت لاس په کار دي، د ديني او عصري زدکړو لپاره يې د هېواد په ډيرو مرکزي او لرې پرتو سيمو کې نوي ښونځي او مدرسې پرانستې دي، او د زدکړو لپاره يې د امن فضا برابره کړې ده، استادانو او مدرسينو ته يې پخپل وخت معاشات اجراء کړي دي او تعليمي نصاب يې ورته برابر کړي دي”
هغه ويلي ” موږ په افغانستان کې د نارينه وو او ښځو ټولوشرعي حقوقو ته درناوي لرو او ځان ورته ژمن بولو، څوک دې په دې اړه انديښنه نه کوي او نه دې هم دغه بشري او عاطفي موضوع د سياسي موخو لپاره د يوې وسيلې په ډول کاروي، د تيرو شلو کلونو په پرتله اوس افغانان له خپلو اساسي حقوقو لکه ژوند، امنيت او عزت څخه زيات برخمن دي، چې سترګې نشي ورڅخه پټيداي”
ملا هبة الله پخپل بيان کې له رسنيو دمثبتو نشرياتو غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې په افغانستان کې دطالبانو دواکمنيدو وروستو رسنۍ دسختو بنديزونو سره مخ دي، رسنۍ دخپلې خوښې بې پلوه راپورونه نه شي خپرولى، په ګڼ شمير کې رسنيز مرکزونه تړل شوي او خبريالان له افغانستان څخه په تېښته مجبور شويدي.
ملا هبټ الله ويلي ” اسلامي امارت د بيان ازادۍ ته هم د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ژمن دي او د سالمو او مثبتو نشراتو حمايت کوي، زموږ ټول نشراتي ارګانونه هغه که امارتي دي او که آزاد، بايد د خپل ولس ګټې په نظر کې ولري او د خپلو اسلامي معتقداتو او مشروع رواجونو په نظر کې نيولو سره مثبت او رغنده نشرات وکړي”
دطالبانو دمشر دجګړې له امله دصحي سکتور زيانمنيدل منلي او په په وينا يې “زموږ صحي سکتور هم شديده صدمه ليدلې ده، له نړيوالو صحي سازمانونو او بشري نهادونو څخه غواړو چې په دې برخه کې د افغانستان له ولس سره مرسته وکړي، د افغانستان اسلامي امارت به د دې کار لپاره چاپيريال برابر کړي او پخپله به هم هڅه کوي چې له خپلو امکاناتو څخه په استفاده د صحت لپاره ډير څه وکړي”
دطالبانو مشر دافغان مهاجرينو په اړه ګاونډي هيودونو څخه داسانتياو دغوښتنې په ترڅ کې ويلي ” له همسايه او نورو ذي ربطه هېوادونو څخه غواړو چې په هغو هيوادونو کې زموږ له مهاجرينو سره د نړيوالو اصولو له مخې ښه چلند وکړي، هغوي ته وخت او اجازه ورکړي چې پخپله خوښه او عزت سره بيرته خپل هيوادته را ستانه شي، له مهاجرينو سره ناوړه چلند د بشري حقوقو خلاف او د هيچا په ګټه نه ده، بلکې د ملتونو ترمنځ د دوامداره کرکې او نفرت سبب ګرځي”
دطالبانو مشر په افغانستان کې په داسې حال کې دهيواد ددفاع دپياوړتيا دعوه کړې چې په دې وروستيو کې دداعش لخوا دمزار شريف، کابل او کندوز په ګډون په ګڼ شمير کې خونړي بريدونه ترسره شوي چې پکې لسګونو افغانانو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
دطالبانو مشر ويلي” د افغانستان اسلامي امارت په کم وخت کې وتوانيد چې د هېواد د دفاع لپاره د يوې پياوړې اسلامي او ملي اردو تهداب کيږدي، همدا ډول د ټولنيز امنيت لپاره د پوليسو موثر ځواک رامنځته کړي او د ملي ګټو د ساتنې په منظور قوي استخباراتي دستګاه په کار وګماري، دا کارونه پخپلو مټو، افغاني امکاناتو او وسائلو خو په خورا لوړه روحيه او هدف رامنځته شوي چې له هيواد او اسلامي حاکميت څخه به کلکه دفاع کوي او هيچاته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاورې، امنيت او ګټو ته زيان ورسوي”
هغه ويلي د اسلامي امارت او امريکا ترمنځ د دوحې تړون شتون لري، د هغه تړون په اساس به امريکا د افغانستان په کورنيو مسائلو کې مداخله نه کوي، اوس هم ټينګار کوو چي د دوحې تړون دي بشپر عملي شي او د فشار پر ځاي دي د همکاريو په روحيه پرمختګ وشي، اسلامي امارت له خپله لوري کړې ژمنې عملي کړي او عملي کوي يې.
دطالبانو مشر په داسې حال کې مخالفينو ته دعفوې کولو يوځل بيا يادونه کړې چې له دې وړاندې دطالبانو له لوري دپخواني حکومت دسلګونو چارواکو او عسکرو دوژلو او بې درکه کولو او په هغوي دتشدد راپورونه ترلاسه شويدي.
د ملا هبة الله په وينا ” د افغانستان اسلامي امارت خپلو ټولو مخالفينوته عمومي عفوه وکړه او په عمل کې يې نافذه کړه، د عفوې د مقتضا په اساس يوځل بيا ټولو هغو افغانانو ته بلنه ورکوم چې لا هم د مخالفت نيت او اراده لري، راځئ چې نور په خپل کور کې د وروڼو غوندې آرام او هوسا ژوند وکړو، نور دا هېواد د هيڅ ډول توطئو د عملي کولو توان نه لري، نور پخپل ملت بايد زړه وسوزوو او د بل کوم کړاو او فتنې دروازه خلاصه نه کړو، که خداي مه کړه، څوک د عفوې له حکم څخه تمرد او سرغړونه وکړي او بيا په هېواد کې د جګړې پيلولو هڅه وکړي، نو د دې ملت له خورا قاطع او سخت غبرګون سره به مخ شي او نور به دا ولس هيچاته اجازه ورنه کړي چې د پرديو په لمسون د هيواد سوله او امنيت خراب کړي ”
هغه دافغانستان څخه بهر تللو خلکو ته ويلي بيرته دې افغانستان ته راوګرځي او زياته کړې يې ده ” هغه افغانان چې له فتحې وروسته له هېواد څخه بهرته تللي، بلنه ورکووچې افغانستان زموږ ستاسو ګډ کور دي، ټول په دې کور کې د ښه او آرام ژوند کولو حق لرو، هيڅوک له تاسو سره دښمني نه پالي او نه غواړي چې نور کوم افغان وځورول شي، هرڅوک چې بيرته را ستانه شوي، قدر يې شوي او په خپل هيواد کې آرام ژوند کوي، نوتاسو هم راځئ خپل هيواد ته را ستانه شئ او په پرديو هېوادونو کې د مجبوريت له ژوند څخه تيرشئ”