افغانستانمهم خبرونهنړۍ

داعش دمزار شريف دچاودنو ذمه واري ومنله

داعش دمزار شريف دچاودنو ذمه واري ومنله

نړيوالې ترهه ګريزې ډلې داعش تيره ورځ دافغانستان دبلخ ولايت په مزار شريف ښار کې دغبرګو چاودنو ذمه واري منلې ده.
داعش دخپل ټيليګرام چينل کې دعوه کړې چې دزيارت په ورځ په مزار شريف کې ترسره شوې چاودنې دغه ډلې کړيدي.
دغه چاودنې په مزار شريف کې په هاغو دوو ګاډو کې ترسره شوې وې چې پکې دشيعه ډلې کسان وړل کيدل، په دغو چاودنو کې په مجموعي ډول 9 کسان وژل شوي او 13 نور ژوبل شوي وؤ.
داعش دعوه کړې ده چې دمزار شريف په چاودنو کې يې 30و کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
داعش تيره اوونۍ په مزار شريف کې دشيعه ډلې په يو جومات کې دترسره شوې هاغه چاودنې ذمه واري هم منلې وه چې پکې لږ ترلږه ١٢ کسان وژل شوي او ګڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ.
همدغه راز تيره اوونۍ په کندوز کې هم په يو جومات کې دبمي چاودنې له امله لږ ترلږه 36 کسان وژل شوي وو.
همدغه راز تيره اوونۍ پلازمېنه کابل کې هم په شيعه ګانو دوه بمي چاودنې شوې وې چې پکې شپږ کسان وژل شوي وؤ.
شيعه هزاره افغانان دافغانستان دټولې ابادۍ د10ؤ څخه تر 20 فيصدو جوړيږي، داعش په شيعه ډلې او دصوفيانو پشان په اقليتونو په دې وروستيو کې ګڼ بريدونه ترسره کړيدي.
طالب چارواکي په دې خبره ټينګار کوي چې دهغوي ځواکونو افغانستان څخه دداعش ډله له مينځه وړې خو څيړونکي وايي چې دغه ډله اوس هم دافغانستان لپاره ستر امنيتي ګواښ دى.
دزيارت په ورځ دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نړيوالې خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي وو په افغانستان کې داوسنيو بريدونو په تړاو ګڼ کسان نيول شويدي.
هغه ويلي” دغه بريدونو کې هاغه ځايونه په هدف کړى شوي کوم چې کافي امنيت نه لري لکه جوماتونه او سکولونه خو اوس مونږ په دغه شان ځايونو کې امنيت سيوا کړيدى”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button