پاکستانمهم خبرونهنړۍ

مسجد نبوي کې دوفاقي وزيرانو د سپکاوي په معامله پاکستان کې رايې تقسيم

مسجد نبوي کې دوفاقي وزيرانو د سپکاوي په معامله پاکستان کې رايې تقسيم

دسعودي عرب په مدينه منوره ښار کې دمسجد نبوي دننه دپاريدلو کسانو له لوري دپاکستان په وفاقي وزيرانو مريم اورنګزيب او شاه زين بګټي پسې دمنفي شعارونو ورکولو وروستو په پاکستان کې ددغه پېښې په اړه رايې ويشل شوې.
که يو اړخ ته مذهبي طبقه ، اکثريتي ولس او حکومت ددغه پېښې غندنه کوي او دا داخلاقو تنزلي بلي نو بل اړخ ته دپخواني واکمن ګوند تحريک انصاف لارښودان په مسجد نبوي کې دحکومتي وزيرانو دتوهين ملاتړ کوي او په دې نظر دي چې دغه وزيران هم ددې حقدار وؤ.
دخېبرپښتونخوا پخواني ګورنر او دپي ټي ايي لارښود شاه فرمان پخپله فيسبوک پاڼه ليکلي
” دچا په قسمت کې چې دخوږ نبي(ص) په مسجد کې هم ذلت ليکلى وي، هغوي هلته دتللو نه وړاندې او هلته دتللو نه پس هم دذات سره مخ کيږي
وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ ”
همدغه شان دې لړ کې دپي ټي ايي يو لارښود او پخواني داطلاعاتو وزير فوادچوهدري پخپل يو ټويټ پيغام کې دپېښې ويډيو جاري کړې او ويلي يې دي دا خلک لا اوس په حکومت کې دي کله چې دوي له ايوانونو څخه بهر کړو نو بيا به دوي له کورونو څخه څنګه بهر راوځي؟
دپخواني وزيراعظم عمران خان ځانګړي مرستيال شهبازګل ويلي” شهبازشريف ته په کتلو سره نعرې لګول شوي، دغل په ويلو مريم انګزيب صېبې خندا کړې او مننه ادا کوي، واه څه اعتماد دى”
همدغه شان دپي ټي ايي لارښودې شيرين مزاري ويلي ددرامد شوي حکومت مجرمان په مدينه شريفه کې دغلو دنعرو سره مخ شول، دغلو ډله چې چرته هم ځي دغه شان شرمندګۍ سره به مخ کيږي.
پخپله داطلاعاتو دوزيرې مريم اورنګزيب غبرګون هم په دې اړه مخې ته راغلى، مريم اورنګزيب دقران پاک يو ايت په ټويټر شريک کړى چې پکې ويل شوي” اى دايمان خاوندانو غپل اوازونه دنبي له غږ څخه مه پورته کوئ او دهغه په حضور کې په زيات لوړ غږ خبره مه کوئ لکه څنګه چې ديو بل په وړاندې په لوړ غږ خبرې کوئ، ترڅو داسې نه وي چې ستاسو اعمال برباد شي او تاسو ته خبر هم نه وي. ”
مريم اورنګزيب له دې وړاندې په يو ويډيو پيغام کې ويلي” نن چې دټولنې کومه تباهي ده، زه دهاغه شخص نوم هم په دې پاکه خاوره نه اخلم ځکه زه دا خاوره دسياست لپاره استعمال نه غواړم ”
همدغه راز بل وزير شاهزين بګټي هم دقران پاک پورته ياد شوى ايت په ټويټر شريک کړيدى.
دجمعيت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې مشر مولانا فضل الرحمان ويلي درسول(ص) دروضې بې حرمتي دغندنې وړ ده، دا دکوم بل څيز سره تعبير کيدى نۀ شي.
مولانا فضل الرحمان ويلي دجمعة الوداع اجتماعاتو کې دې نن دټولو مسلکونو علماء کرام ددې عمل غندنه وکړي.
بل اړخ ته دپاکستان علما کونسل مشر چې دتحريک انصاف دپخواني حکومت برخه هم پاتې شوى، په دغه پېښه ويلي ټولو علماء کرامو ته اپيل کوي چې نن دجمعې په ورځ په ټول هيواد کې احتجاج وکړي او پاکستان کې دننه چې کومو خلکو دغه تشدد راپارولى حکومت دې دهغوي په ضد اقدام وکړي.
يو بل نامتو ديني عالم مولانا طارق جميل هم پخپل يو ټويټ پيغام کې ويلي په مسجد نبوي کې چې داحتجاج په صورت کې نن دحرم شريف پامالي وکړى شوه دا بيخي په اسلام کې سمه نه ده، ددې چې څومره غندنه وشي کمه به وي.
دپاکستاني ټيم پخواني کپتان شاهد اپريدي هم په دغه پېښه غبرګون مخې ته راغلى، هغه په ټويټر خپل يو پيغام کې ويلي ” دا هاغه ځايې دى چرته چې لوړ غږ هم منعې دى خو مونږ دخپلو سياسي دشمنو ترسره کولو لپاره دحرم حرمت هم هير کړو، درياست مدينې دتقدس نه هم منکر شو، دنعرې پورته کوونکو پيژندګلو خو به وشي خو دپاکستان پيژندګلو ته نن نه راسرکيدونکى زيان ورسيدو”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button