افغانستانمهم خبرونه

بلخ کې دوه غبرګې چاودنې،9 کسان ووژل شول،13ژوبل

دافغان چارواکو وينا ده چې دافغانستان په بلخ ولايت کې دزيارت په ورځ دوو چاودنو کې لږ ترلږه 9 کسان وژل شوي او 13 نور ژوبل شويدي
دغه چاودنې دبلخ په مزار شريف سيمه کې ترسره شويدي.
دطلوع نيو ز له مخې دبلخ امنيې قوماندان وياند محمد اصف وزير دوي ته ويلي چاوديدونکي توکي پهموټرو کې ځايې په ځايې کړى شوي وو، لمړۍ چاودنه په لسمه حوزه او دويمه په دريمه حوزه کې ترسره شوې ده.
دهغه وينا ده چې لمړۍ چاونده په ټونس ډوله موټر کې شوې او له هغې وروسته بله چاودنه په فلاينګ کوچ ډوله موټر کې ترسره شوې ده.
تر دې مهاله ددغه بريد ذمه واري چا نه ده منلې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button