پاکستانسیاستمهم خبرونه

دټاکنو کميسيون دعمران خان دتورونو نوټس واخستو

دټاکنو کميسيون دعمران خان دتورونو نوټس واخستو

 دپاکستان دټاکنو کميسيون دپخواني وزيراعظم عمران خان او دهغه دګوند دنورو مشرانو له لوري په  کميسيون  دسختو تورونو په معامله نوټس اخستى او  پاکستان اليکټرانک ميډيا ريګوليټري اتهارټۍ( پيمرا) څخه يې  دهغه دپېښور دجلسې ويډيو ريکارډنګ غوښتى،  دپېښور په جلسه کې عمران خان   دټاکنو دکميسيون مشر  دمسلم ليګ(ن) مقرر کړى شوى ايجنټ ګرځولى و.

  دپنجاب په وزيراعلي هاوس کې  دګوند مشرانو او قانون سازانو ته په وينا کې هم عمران خان  ويلي وو سکندر راجا خپل وقار دلاسه ورکړى او هغه دې په سملاسي توګه  مستعفش ي.

 دپي ټي ايي مشر خبردارى ورکړى و چې که چرې  سکندر راجا له خپلې چوکۍ څخه مستعفي نه شو نو دهغه ګوند به په ملکي کچه دهغه په ضد احتجاج وکړي.

عمران خان پخپلو پلويانو ټينګار کړى و چې دهغه په ضد دې په ان لا ين خواست دلاسليک جمع کولو مهم پيل کړي.

 تيره ورځ  داليکشن کميشن ايډيشنل ډايريکټر  جنرل هارون خان شيرواني  دپيمرا مشر ته خط ليکلى چې پکې په تيليويزيون نشر شوي دعمران خان دوينا دسوفټ کالۍ غوښتنه شوې وه.

 دپيمرا څخه چې داليکشن کميسيون له لوري  کوم ريکارډنګ غوښتل شوى په هغې کې دعمران خان، حليم عاد شيخو خرم شيرزمان او اعجاز چوهدري ويناوې هم شامل دي.

 په ډاګه دې وي چې  دبهرنيو پېسو دمرستې دکيس په اړه دټاکنو دکميسيون له پريکړې وروستو پخواني وزيراعظم عمران خان دټاکنو دکميسيون په مشر دمسلم ليګ(ن)   داستازيتوب کولو تور لګولى  او له هغه څخه يې  دمستعفي کيدو غوښتنه کړې وه.

عمران خان  په ٢٦م اپريل پېښور کې جلسې ته ويلي وو هغه  دوړاندې څخه ويلي وو چې ددريواړو ګوندونو دپېسو کره کتنه دې وکړى شي خو هغه يې خبره ونه منله،عمران خان ويلي وو که چرې ددريواړو ګوندونو دپېسو کره کتنه وشي نو پکې به يواځې دتحريک انصاف پېسې جايزې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button