افغانستانمهم خبرونهنړۍ

افغانستان کې دسپرلي موسم پيل کيدو سره سم دطالبانومخالفې ډلې فعاله شويدي،راپور

افغانستان کې دسپرلي موسم پيل کيدو سره سم دطالبانومخالفې ډلې فعاله شويدي،راپور

 دامريکا غږ اردو څانګې پخپل يو راپور کې دعوه کړې چې په افغانستان کې  دسپرلي دموسم دراتګ سره سم دطالبانو مخالفې ډلې دټول افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې فعاليدل پيل شويدي، راپور کې دځينو مبصرينو له قوله ويل شوي  داعش اوس اوس دوه ترهه ګريز بريدونه ترسره کړيدي، که نورې ډلې هم منظم بريدونه پيل کړي نو په افغانستان کې به داتوو مياشتو راهسې واکمنو طالبانو لپاره په واکمنۍ کې پاتې کيدل مشکل شي.

 په اوسنيو اوونيو کې دنيم درځن پورې داسې ډلې مخې ته راغلي دکومو په اړه چې  دوړاندې څخه معلومات موجود نه وو، دغو ډلو دقامي مزاحمتي محاذ سره په ګډه دـطالبانو په ضد دجنګيدو عزم څرګند کړيدى.

 په راپور کې ويل شويدي چې  په دغو نوو ډلو کې ځينې نومونه دافغانستان فريډم فرنټ او افغانستان اسلامک نيشنل او لبريشن موومنټ شامل دي، خو په ټولنيزه ميډيه داعلانونو نه علاوه ددې ډلو دجنګي قوت په اړه  کم معلومات موجود دي.

 په دغو ډلو دپلټنو کوونکو پوهانو وينا ده که  هر څو دا ټولې ډلې دطالبانو سره دجنګيدو اراده لري  خو په دوي کې اتحاد او مرسته نشته.

انسټي ټيوټ فار دي اسټډي اف وار کې  دڅيړونکي په توګه کارکوونکي  پيټر ملزم امريکا غږ سره په خبرو کې ويلي  دطالبانو دحکومت مقابلې کولو لاپره به دې ډلو ته اتحاد او مرسته پيدا کول وي.

 دسينټر فار نيول انالسز دکاونټرنګ تهريټس اينډ چيلنجز پروګرام ډاريکټر  جوناتهن شروډن له مخې  دطالبانو مخالفو ډلو لخوا يو لويې مزاحمتي  غورځنګ پيل کولو کې دناکامۍ لويې وجه ددوي ترمينځ  دمرستې فقدان دى.

په ډاګه دې وي چې په ١٥م اګست ٢٠٠١ کې چې طالبان په افغانستان واکمن شول نو هغوي  دافغانستان په ٣٤و ولايتونو کې يواځې په پنجشير کې دمزاحمت سره مخ وؤ.

طالبانو په هيواد کې  دحکومت مخالفه ډلو موجودګي دمخالفو ډلو پروپيګنډه ګرځولې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button