پاکستانسیاستمهم خبرونه

دايي ايم ايف او پاکستان ترمينځ په تکنيکي کچه مذاکرات پيل

دايي ايم ايف او پاکستان ترمينځ په تکنيکي کچه مذاکرات پيل

 دخزانې دمملکت وزير غوث پاشا ويلي  پاکستان او بين المللي مالياتي فنډ( ايي ايم ايف) دغوره مالياتي پيکج لپاره  په تکنيکي کچه مذاکرات پيل کړيدي

 دډان ورځپاڼې  دراپور له مخې دوبۍ کې  دايي ايم ايف يو لوړپوړي چارواکي خبريالانو ته وويل  ايي ايم ايف په پاکستان ټينګار کړى چې  خپله کرنټ اکاونټ خساره دې قابو کړي  ځکه چې نوى حکومت دموجوده پروګرام په حجم او موده کې اضافه غواړي.

 په ٢٠١٩م کې ايي ايم ايف پاکستان لپاره دشپږو اربو ډالرو دقرضې منظوري ورکړې وه خو ايي ايم ايف لخوا دمقرر کړى شوو اصلاحاتو درفتار په اړه  دانديښنو له کبله په ادايګيو کې ځنډ رامينحته شوى خو ددې پېسو څخه نيمې ادا کړى شويدي.

ايي ايم ايف  دپروګرام شپږ جاج په فرورۍ کې مکمل کړى دکوم په نتيجه کې چې ديو ارب ډالرو ورکړه باوري شوېو پاکستان ايي ايم ايف  ته دخپل بيل اوټ پيکج دنورو دريوو اربو ډالرو پينځوو اربو ډالرو ته  دغزولو وينا کړې ده.

 په دوبۍ کې دايي ايم ايف  دمينځني ختيځ  ميننۍ ايشيا دڅانګې ډايريکټر جهاد ازور خبري ادارې رويټرز ته ويلي هغوي په واشنګټن کې دپاکستاني چارواکو سره دهيواد دکرنټ اکاونټ  په خساره هم خبره کړې ده.

 درايټرز دراپور له مخې دتيلو درامد لګښت کې داضافې له امله دپاکستان کرنټ اکاونټ خساره دروان مالي کال په نهو مياشتو کې ١٣ اربه  او ٢٠ کروړه ډالر ته رسيدلې ده.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button