پاکستانمهم خبرونه

داسلام ابادهايکورټ دبلوڅ زده کوونکو دبې درکيو په معامله دپلټنيز کميشن جوړولو حکم

داسلام ابادهايکورټ دبلوڅ زده کوونکو دبې درکيو په معامله دپلټنيز کميشن جوړولو حکم

 اسلام ابادهايکورټ  دبلوڅ  زده کوونکو   دزورولو  دشکايتونو لرې کولو  حکم کړى او ويلي يې دي  داخله سيکتر دې ميکنزم جوړ کړي ترڅو دبلوخ زده کوونکو سره چې څه روان دي ددې مخنيوى وکړى شي.

 عدالت حکم کړى چې داخله سيکتر  دې  دبلوڅ زده کوونکو دپلرنيو سيمو  دوره وکړي او دامنيت په اړه دې دهغوي انديښنې لرې کړي

 عدالت دبلوڅ زده کوونکو دنسلو پروفايلنګ او  بې درکيو دپلټنو لپاره دکميشن جوړولو پريکړه هم کړې ده

 داسلام ابادهايکورټ مشر قاضي ، قاضي اطهرمن الله  څرګنده کړې ده چې  دبشري حقونو په سرغړونو سترګې نه شي پټولى

 مشر قاضي  اطهرمن الله دقايداعظم پوهنتون دبې درکه  زده کوونکي بازيابۍ او بلوڅ  زده کوونکو دزورنې  دمخنيوي په خواست اوريدنه کړې ده.

دخواست کووننکي  لخوا ايمان حاضر مزاري ايډوکيټ او دوفاق له لوري دپټي اټارني جنرل سيد محمد طيب شاه عدالت ته وړاندې شويدي

 ايمان مزاري وويل يو بلوڅ زده کونکى ډاکټر دلدادر بلوڅ دکراچۍ او نمل پوهنتون يو زده کوونکى دپنجاب پوهنتون څخه پورته کړى شويدى، داسې ښکاري چې حکومت دبلوڅ زده کوونکو په اړه معامله په سنجيدګۍ سره نه اخلي، ايچ اي سي  بايد ټولو پوهنتونونو ته نوټس جاري کړي ترڅو بلوڅ زده کوونکي ونه زورول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button